سیمه ییز خبرونه

پاکستان ته له افغانستانه رښتینی ګواښ شته، که نړۍ ته باج چل اخیستو جوړوي؟

شنونکي وايي، پاکستان غواړي چې له افغانستان د ګواښ پېښېدو په پلمه له نړۍ پیسې واخلي

پاکستان د ځینو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري او نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل برخه کې یې هم خپلې هڅې کړې دي.

خو له دې نږدې اړیکو سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي‌» ډلې په اړه په دې وروستیو کې خبرې ښکته او پورته شوې دي.

نور ولولئ: ژوب کې پر پاکستاني پوځ برید مرګ ژوبله اړولي

سره له دې چې پاکستان د طالبانو په منځګړیتوب ټي‌ټي‌پي سره خبرې هم وکړې، خو د دغو خبرو په بې‌پایلې پاتې‌کېدو سره، اسلام‌اباد څو ځلې له یادې ډلې او افغانستان کې یې حضور څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.

پاکستان ته د طالبانو ډاډ او د هغه اندېښنې

له څه مودې راهیسې، د پاکستاني چارواکو څرګندونې او اندېښنې نورې هم ډېرې شوي دي. سره له دې چې ا.ا تر دې وړاندې په وار وار پاکستان ته ډاډ ورکړی چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، څو له افغان خاورې د پاکستان پر ضد کړنې وکړي، خو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمداصف یو ځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو له همکارۍ پرته به ټي‌ټي‌پي له‌منځه یوسي.

هغه له طالبانو څخه هم غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پر بنسټ د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د پیسو راټولول

له ترهګرۍ څخه د پاکستان د اندېښنو زیاتېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر کارپوهان په دې باور دي چې پاکستان غواړي د ټي‌ټي‌پي مسلې څخه په استفادې یوه استخباراتي لوبه پر لاره واچوي او پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني او نړۍ څخه باج ترلاسه کړي.

د سياسي او امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځي په دې اړه وویل: «پاکستان د سیمې هېوادونو او نړۍ سره یوه خطرناکه مسله پرمخ وړله. دغه هېواد په تېرو څلوېشتو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېرې پیسې لاسته راوړلې، بیا هم غواړي باج واخلي.»

پاکستان تر دې وړاندې تل خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ملاتړ تورن شوی دی. خو د چارو ځینې نور شنونکي وايي، پاکستان په دا ډول څرګندونو سره هڅه کوي چې له ترهګرۍ څخه د نه‌ملاتړ په برخه کې د نړیوالو پر وړاندې ځان سپین وښيي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

دوی ټینګار کوي چې که پاکستان ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دی، لومړی باید خپلو پلو او ډیورنډ کرښه کې ستونزې حل او کنټرول پرې ډېر کړي.

د دوی په وینا، که افغانستان څخه رښتیا هم پاکستان ته ګواښ متوجه وي، پاکستاني چارواکي باید طالبانو سره اسناد او مدارک شریک کړي.

له دې ټولو سربېره، داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې طالبانو او پاکستان ډیورنډ فرضي کرښې څخه د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي د غړیو لېږد په اړه هم هوکړه کړې ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button