سیاست

پاکستان د افغان سوداګرو پر میوو او سبزیو بار ۳۰۰ لاریو ته پاکستان د اوښتو اجازه نه ورکوي

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، پاکستان د افغان سوداګرو هغه ۳۰۰ لارۍ چې پر میوو او سبزیو بار دي، درولي دي

دا لومړی ځل نه دی، بلکې هر ځل چې په افغانستان کې د میوو او سبزیو موسم راځي، نو اسلام اباد پر افغان سوداګرو د تورخم او سپین بولدک ټرانیزيټي لارې تړي او لاریو ته د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

په وروستیو میاشتو کې، پاکستان یو داسې پلان تصویب کړ چې له مخې یې موټر چلوونکي باید پاکستان ته د ننوتلو لپاره لنډمهاله اسناد ولري.

داسې هم ویل کېږي چې طالبانو د پاکستان له دغه تصویب شوي پلان سره موافقه کړي دي.

له اسلام اباده د طالبانو غوښتنه

اوس په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت له پاکستانه غوښتي چې د موقتي اسناد تر بشپړېدو پورې دې د افغان سوداګرو د میوو او سبزیو لاریو ته اجازه ورکړي چې خپل وروستي منزل ته ورسیږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه سفارت یو پلاوي د جمعې په ورځد پاکستان د سوداګرۍ وزارت له یو چارواکي سره کتلي او له دغه هېواده یې غوښتي چې د مېوو او سبزیو ۳۰۰لاریو ته پاکستان ته د ننوتو اجازه ورکړي.

afghan (90)
پاکستان د افغان سوداګرو پر میوو او سبزیو بار ۳۰۰ لاریو ته پاکستان د اوښتو اجازه نه ورکوي

د طالبانو پلاوي د تازه مېوو او سبزیو د صادراتو موسم ته په اشارې سره د افغانستان پر صادراتي توکو د اضافي مالیاتو د لګولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو ویلي، چې د مالیاتو زیاتوالی افغان بزګرانو او د پاکستان کورني بازار ته زیان رسوي.

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

نور ولولئ: د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

نور ولولئ:  د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

د طالبانو سفارت وايي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ د دفتر مشرې مېرمن ماریا کازي یادو لاریو ته د اجازې ورکولو په اړه هوکړه کړې او ډاډ یې ورکړی،‌ چې د موقتي اسنادو د صادرولو بهیر به چټک شي او د افغان لاریو چلونکو ستونزې به حل کړي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ سند

د طالبانو د سفارت پلاوي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ سند (PTA) تر نهايي کېدو پورې د تېرو کړنو په پام کې نیولو سره دغه معافیتونه یو ځل بیا عملي کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو او طالبانو د مارچ په میاشت کې ویلي و، چې د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته د موقتي اسنادو د ورکولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button