نړیوال خبرونه

پاکستان: د افغان سولې برخه کې هڅې زیاتوو

 پاکستان: د افغان سولې برخه کې هڅې کوو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل روسي سیال سره یې هوکړه کړې مسکو او اسلام اباد به د افغان سولې په اړه ګډې هڅې کوي.تر څو افغانستان کې دایمي سوله قایمه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه‌ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل روسي‌ سیال «سرګي لاوروف» سره ملاقات کړی.‌ او د افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو ورسره غږېدلی.خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لورو هوکړه کړې چې دوه اړخیزې همکارۍ به پراخوي او سولې لپاره به ګډ کار کوي.

ورته وخت سرګي‌ لاوروف هم د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول بارز او اړین بللی او له پاکستا نه یې مننه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې یې همکاري کړې.د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی، د ډيپلوماټیکو سرچینو په خبره، د نورو موضوعاتو تر څنګ له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې‌ په اړه هم خبرې کړي دي.

img 20210408 130839

یاده لیدنه وروسته له هغه ده، چې دوې اوونۍ وړاندې مسکو د ټرویکا د ناستو په دوام د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلله او د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونو او امریکا برخه پکې واخیسته.

روسیه وایي په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي‌ او هڅه به یې دا وي، چې د افغانستان شخړه د سولې د خبرو له لارې حل شي‌ او یو سیاسي جوړجاړی تامین شي.ځکه جګړې نور افغانان ستړي کړي دي او باید ودرول شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button