پاکستان د افغان سولې په اړه دوه ورځنی کنفرانس جوړوي

پاکستان د افغان سولې په اړه دوه ورځنی کنفرانس جوړوي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان سولې پروسې ته د سرعت ور بښلو په موخه په اسلام اباد کې د دوه ورځني کنفرانس کوربتوب کوي.
د پاکستان د خارجه چارو وزارت ویاند «ذاهد حفیظ چوهدري» په اسلام اباد کې اوونیزې خبري ناستې ته ویلي، چې د روانې میلادي میاشتې له اوولسمې تر نوولسمې نېټې پورې په اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاو دوه ورځنۍ ناسته رابلل کېږي، تر څو د افغان سولې هڅو ته سرعت ور وبښي او لا یې غښتلې کړي.دده په وینا د کنفرانس د ځنډ خبرونه بې بنسټه دي.
یاده ناسته چې افغان سیاسي مشران او مخکښې څېرې ورته بلل شوې دي، داسې وخت رابلل کېږي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ په بشپړېدو ده او تر څنګ يې په دوحه کې د سولې د جدي خبرو د پيلېدو تمې هم شته.په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان» د کرزي، محقق، صلاح الدین رباني، احمد ولي مسعود، سید اسحاق ګیلاني، عمر داوودزي او عمر زاخیلوال په ګډون له ګڼ شمېر مطرحو سیاسي څېرو سره لیدلي

نوموړی دغه څېرو تهد اسلام اباد په کنفرانس کې د ګډون بلنه یې ورکړې.د پاکستان صدراعظم عمران خان هم له حامد کرزي سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغان سولې په اړه د بحثونو په موخه یې کرزي ته دا سلام اباد د لیدنې بلنه ورکړې ده.په دی اړه د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو فعال «اسد وحیدي» وایي، اشرف غني او د برتانیا لوی درستیز له حامد کرزي، عبدالله او نورو مطرح شخصیتونو غوښتي، چې د اسلام اباد په کنفرانس کې برخه واخلي؛
خو دې سیاستوالو ټینګار کړی، چې اشرف غني باید لومړی د هغو پټو او ښکاره تړونونو په اړه ورسره معلومات شریک کړي، کوم چې کابل حکومت له پاکستان سره کړي دي.د وحیدي له قوله، په تېرو څو میاشتو کې په بحرین کې د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» له پاکستاني امنیتي چارواکو سره لیدنې کړې او پر مختلفو موضوعاتو باندې ېې ورسره خبرې هم شوی دی.