نړیوال خبرونه

پاکستان: د بهرنیو عسکرو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره کوشش کوو

پاکستان: د بهرنیو عسکرو تر وتلو وړاندې په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره کوشش کوو.د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان» وایي، هیواد یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د رامنځته کېدونکې امنیتي تشې له امله اندېښنه لري،

عمران خان ویلي هڅه کوي هلته ښکېل لوري یو سیاسي‌ جوړجاړي‌ ته ورسېږي. خان له رويټرز خبري‌ اژانس سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې که بهرني‌ پوځیان له افغانستانه ووځي، نو ویره شته چې هلته به کورنۍ جګړې پيل شي، چې پاکستان یې له امله اندېښنه لري‌ او ټوله هڅه یې داده د امریکایي پوځيانو تر وتلو وړاندې ښکېل لوري‌ یو سیاسي جوړجاړی رامنځته کړي.

img 20210605 112023

صدراعظم خان وړاندې زیاته کړې چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو د‌ پریکړې له اعلان را وروسته په افغانستان کې د جګړې کچه تر بل هر وخت زیاته شوې او طالبان داسې انګېري، چې روانه جګړه دوی ګټلې ده، نو ځکه دده له قوله، دا به ستونزمنه وي چې په دې وخت کې له طالبانو سره هوکړې ته څوک ورسېدای شي.خان ددې تر څنګ په افغانستان کې د کورنیو جګړو په مخنیوي ټینګار کړی

او ویره یې ښودلې، چې که په افغانستان کې خپلمنځي‌ جګړې پیل شي، نو پر پاکستان به د کډوالو یو سیل را مات شي‌ او تر بل هر هیواد به پاکستان ته زیات زیان ورسېږي.هغه وايي اوس وخت د دې رارسېدلی چې باید ټولې خواوې سره یو جوړ جاړي ته ورسیږي.

عمران خان ددې تر څنګ ادعاء کړې چې هیواد یې د لسیزو، لسیزو هغه پالیسي بدله کړې، چې په افغانستان کې به د خپلې خوښې وړ حکومتونو پسې ګرځېدل، او اوس تیار دی چې له هر هغه حکومت سره اړیکې ورغوي، چې د افغانانو له لوري ټاکل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button