Uncategorized

پاکستان له افغانستان او ایران سره سبا خپله پوله تړي

پاکستان له افغانستان او ایران سره سبا خپله پوله تړي.د پاکستان رسنی وايي چې له ایران او افغانستان سره به یې دروازې د مۍ میاشتې له پنځمې څخه تر شلمې نېټې پورې د مسافرو پر مخ تړلې وي.

د پاکستان د کویډ١٩.ناروغی سره د مبارزې ملي ادارې په یو بیان کې ویلي چې په دې موده کې یوازې پاکستانیان خپل هېواد ته ستنېدلی شي.پاکستاني مقاماتو دا هم ویلي چې له افغانستان او ایران سره به ترانزیتي او سوداګریزې چارې د پخوا په څیر دوام ولري.د افغانستان پارلمان په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ختیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د کروناویروس د مثبتو پېښو په زیاتوالي جدي اندېښنه ښودلې.

img 20210503 104341

دوی له حکومت څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د کنټرولو لپاره بیړني کوششونه وکړي.د دغې جرګې د روغتیا او بدني روزنې کمېسیون  له بهرنیو هېوادونو سره د مسافرو په تګ راتګ د بندیز لګولو غوښتنه کړې چې د افغانستان د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د جدي ګواښ خبر ورکړی دی.

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي هغه کسان چې د ځمکې له لارې افغانستان ته دننه کېږي په لومړي ګام کې یې د کروناویروس بیړنی یا رپډ ټیسټ کېږي او که چیرې ورباندې د کروناویروس شک وشي روغتون ته انتقالېږي.

د کويډ١٩ ناروغی د مخنیوي لپاره د بندیزونو دغه اقدامات په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۶۶ تازه مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی چې تر ټولو زیاتې یې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.او لا هم دا ویره شته چې دا ناروغي نوره هم خپره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button