افغانستانسیمه

پاکستان له درنې بیې پرېکولو وروسته د مذاکراتو غوښتنه وکړه

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ

وروسته له دې چې له افغانستان سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې لسګونو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې پوستې یې ویجاړې شوې، دغه هیواد له خپل ګاونډي افغانستان سره د خبرو او ډيپلوماسۍ غوښتنه وکړه.

د انادلو خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل:

«پاکستان د خبرو، ډيپلوماسۍ او له افغانستان سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکو ته لوړ ارزښت ورکوي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه «یو ګډ هدف» دی.

په عین حال کې، وزارت ویلي چې پاکستان وضعیت له نژدې څاري او د خپلې خاورې او خلکو د خوندیتوب لپاره به هر ممکن اقدام ترسره کړي.

دا څرګندونې له هغې وروسته شوې چې د شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۲۱ کال راوروسته، چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلی، تر ټولو خونړۍ نښتې وشوې.

د افغانستان حکومت منلې چې په دې نښتو کې یې ۹ سرتېري وژل شوي، خو ادعا یې کړې چې پاکستان ۵۸ پوځیان له لاسه ورکړي دي.

سعودي او قطر: طالبان او پاکستان دې له زغمه کار واخلي

له بلې خوا پاکستان ویلي چې د افغان طالبانو او د «هند له ملاتړه برخمنو فتنه‌الخوارج» (چې د تحریک طالبان پاکستان یا TTP لپاره کارول کېږي) له لوري په «بې‌دلیله برید» کې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.

پاکستان ادعا کړې چې د طالبانو او اړوندو ډلو تر دوو سوو (۲۰۰) څخه زیات جنګیالي یې «له منځه وړي» دي.

د کابل چارواکو ویلي چې د سعودي عربستان او قطر له منځګړیتوب وروسته یې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه درولي دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت وړمه شپه ۱۲ بجې د سعودي او قطر په غوښتنه خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې جګړه ودروي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت له اعلامیې د دغه هیواد نرمښت له ورایه ښکاري او داسي تمه کېدای شی چې دا هیواد به د یکشنبې د شپې د جګړو تجربې ته په کتو بیا پر افغانستان په ډاډه زړه بمبارۍ او برید ته زړه ښه نه کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button