Uncategorized

پاکستان له طالبانو د ښځو پر وړاندې پر بنديزونو له غور کولو غوښتنه وکړه

د پاکستان استازی زمان مهدي د طالبانو له لوري پر ښځو بندیزونه د منلو وړ نه بولي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کې د پاکستان استازي “زمان مهدي” ویلي، چې دغه هېواد د اسلامي همکاریو د سازمان له دریځ سره سم، د ښځو پر زده کړو او کارموندنې د طالبانو بندیز د منلو وړ نه بولي او پر دې موضوع د بیا غور غوښتنه کوي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر خپلو محدودیتونو له سره غور وکړي او د هېواد د نړیوالو بشري حقونو له ژمنو سره سم د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو او کار په برخه کې مساوي لاسرسی رامنځته کړي.

په افغانستان کې روان بشري ناورین

د “ډان نیوز” د راپور له مخې، د پاکستان استازي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ته هم پام وکړي.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې په افغانستان کښې د بشری حقوقو وضعیت لا هم د جدی اندیښنې وړ دی، دغه بشری ناورین چې د دغه هیواد خلک په کې ګیر دی، د نړیوالې ټولنې ورته پاملرنې ته اړتیا لری.

د پاکستان استازي همداراز یادونه وکړه چې اوس مهال د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي او له ۲۰ میلیونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي.

هغه څرګنده کړه: له بده مرغه بشري مرستو او د افغانستان د کمزوري اقتصاد د ساتنې اړتیا ته د شورا په راپور کې کافي پاملرنه نه ده شوې.

د ښځو د حقونو نقض او نړیوال غبرګونونه

پر طالبانو د ښځو د حقونو د پراخ نقض له امله بیا- بیا نیوکې كیږي او نړیوال فشارونه موجود دي. خو طالبان وايي، داد هېواد داخله مسئله ده او نړیوال حق نه لري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه او بشر حقونه: طالبان دې د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند بس کړي

طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرونۍ غونډې او په ځانګړي ډول د افغانستان د بشري حقونو له وضعیت څخه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ راپور د واقعیتونو خلاف او د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي دي. دا ډول غبرګونونه، نه یوازې نړیوال ښيي بلکې هر افغان غواړي چې د ښځو پر وړاندې د تعلیم دروازې خلاصې او په بېلابېلو برخو کې دوی ته د کار زمینه برابره شي څو بشري ناروین راکم کړل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button