لوبې خبرونه

پاکستان نيوزيلنډ نه او جنوبي افريقا وېسټ انډيز نه لوبی وګټلی

 متحده عربي امارات  متحده عربي امارات

د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو کې نن دوې لوبې وشوې چې لومړۍ هغه کې جنوبي افريقا وېسټ انډيز ته په اتو لوبغاړو  ماته ورکړه دويمه لوبه کې پاکستان له نيوزيلنډ څخه په لوبغاړو  وګټله پاکستان د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه

نيوزيلنډ لوبډلې پاکستان ته په ټاکلو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۳۵ منډو هدف وټاکه پاکستان ټاکلی هدف په ۱۹ اورو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مکمل  کړه په توپ اچونه کې د پاکستان لپاره حارث روف ښه  توپ اچونه وکړه  په څلورو اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول د ده تر څنګ شاهين شاه اپرېدي، محمد حفيظ او عماد وسيم يوه يوه وېکټه ترلاسه کړه په توپ اچونه کې بيا د پاکستان لپاره محمد رضوان تر ټولو ډېرې (۳۳) منډې وکړې.

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 د ده تر څنګ اصف علي ۲۷ او شعيب ملک ۲۶ منډې وکړې له دې بريالیتوب  وروسته پاکستان د خپل ګروپ سر ته پورته شو جنوبي افريقا ویسته ماته ورکړه جنوبي افريقا د پچې له ګټلو سره وېسټ انډيز ته منډو جوړولو بلنه ورکړه وېسټ انډيز په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډې وکړې چې جنوبي افريقا په ۱۹ اوور کې د يواځی  دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې د وېسټ انډيز لوبډله که څه هم د کاغذ پر مخ قوي لوبډله ده

خو له ايون ليوس ۵۶ او لوبډلمشر کايرن پولارډ ۲۶ منډو پرته نور لوبغاړي د څه خاصو منډو په جوړولو ونه توانېدلد جنوبي افريقا انريک ارن په څلورو اورونو کې د يوې وېکټې او ۱۴ منډو په ورکولو سره غوره لوبغاړی  شو. د ده تر څنګ ډواين پيتريوس ۳، کېشو مهراج ۲ او کګيسو رباډا يو لوبغاړی وسوځاوه په منډو جوړولو کې بيا د جنوبي افريقا لپاره اډين مکرم ۵۱، رسي ون ډر ډوسن ۴۳ او رېزا هېنرېکس ۳۹ منډې وکړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button