سیمه ییز خبرونه

پاکستان-پنجاب: پر یوه هلک په جومات کې د اعتکاف پر مهال جنسي تېری شوی

د پاکستان پنجاب ایالت کې پر یوه هلک جومات کې د اعتکاف پرمهال جنسي تېری شوی دی

پاکستان کې دا ډول پېښې ډېرې کېږي، خو په جومات کې د اعتکاف پرمهال پر هلک جنسي تېري په دغه هېواد کې د دیني علماوو او بشري حقونو بنسټونو غوصه راپارولي ده.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې پر یوه ۱۳ کلن هلک، چې په جومات کې په چله یا اعتکاف ناست و، جنسي تېری شوی دی.

د مجرم نیول کېدل

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجاب پولیس وايي، دا پېښه په کوټ ادو ښار کې شوې او مجرم نیول شوی دی.

buoy (1)
پاکستان-پنجاب: پر یوه هلک په جومات کې د اعتکاف پر مهال جنسي تېری شوی

خو دیني علماوو له پولیسو غوښتي چې جنسي تیري کوونکي ته درنه سزا ورکړي. د پولیسو یوه مقام بیا ويلي چې دغه متهم ته به د پاکستان د قوانینو په رڼا کې سزا ورکول کېږي.

نور ولولئ: پاکستان کې پر ښځو جنسي تېري کوونکی مدیر نیول شوی

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

له دې وړاندې د پاکستان په مشهور جومات (فیصل جومات) کې ساز غږول شوی و او دغه ساز ته یو شمېر پېغلې هم ګډلې وې.

پاکستان کې دیني بنسټونه وايي، پاکستاني پولیس باید ددا ډول پېښو مخنیوی په جدیت سره وکړي.

buoy
پاکستان-پنجاب: پر یوه هلک په جومات کې د اعتکاف پر مهال جنسي تېری شوی

د ماشومانو د حقونو دولتي کمیسیون

د هلک پلار ویلي چې زوی یې په صدیق اکبر جومات کې په اعتکاف ناست و چې د شپې پرې جنسي تېری وشو.

رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې پاکستاني پولیسو په دې تړاو د نیول شوي کس هویت نه دی څرګند کړی.

د پاکستان د ماشومانو د حقونو دولتي کمیسیون وايي، په دغه هیواد کې د ورځې لږترلږه پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېري کېږي.

د دې کمیسیون مشرې عایشې رضا فاروق په ملایانو غږ وکړ چې مثبت رول ولوبوي او په جنسي تیریو د ککړو خلکو خلاف خبرې وکړي.

د پاکستان د ماشومانو د حقونو کمیسیون د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د ماشومانو د ځورونې ۴۲۱۳ پېښې ثبت شوي چې په هغو کې ۲۰۲۱ یې د جنسي تېري پېښې دي.

پاکستان هغه اسلامي ملک حسابېږي چې تر ټولو ډېرې جنسي او ناوړه پېښې په کې کېږي.

خو په دغه هېواد کې په دې وروستیو کې پر ماشومانو ډېر جنسي تېري ترسره کېږي چې دغه چارې د بشر حقونو نړیوال سازمان او نور بنسټونه اندېښمن کړي دي.

جاوید مومند بیا وايي، د پاکستان په مدرسو کې هم دا ډول ډېرې پېښې شوي او عاملین یې لاس په لاس نیول شوي خو حکومت ورته مناسبه سزا نه ده ورکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button