نړیوال خبرونه

پاکستان کې افغان وګړي کولای شي په تذکره هېواد ته راستانه شي

پاکستان افغانانو ته اجازه ورکړه چې په تذکرو کې راشي

د ننګرهار تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي د پاکستان له لوري له دوه مياشتو بنديز وروسته په پېژندپاڼو افغانانو ته د راتلو اجازه ورکړې ده. دوی وايي په تېرو دوو ورځو کې درې زره افغانان په تذکرو هېواد ته راستانه شوي او دغه لړلۍ به تر اختره دوام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې يو کس هغه مهال ځان په ټېلر موټر وواهه چې پاکستاني ځواکونو نوموړي ته افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوله.

افغانستان ورته اجازه نه ورکوي چې د خپل هویت کارت وکاروي

په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېدونکې ویډيو کې لیدل کېږي، چې په تورخم کې له ډيورنډ کرښې هغې خوا ته يوه سپين ږیري ځان تر ټېلر موټر لاندې کړی او مړ شوی دی. د پاکستان سفارت دغه کس پاکستانی او په لنډي کوتل کې د يوه پاکستاني خبريال پلار بولي، خو په پاکستان کې افغان سفير بيا مړ شوی کس افغان بولي او د پېښې لامل يې هم افغانستان ته په پېژندپاڼې د اجازې نه ورکول بللي دي.

له دې پېښې وروسته پاکستان افغانانو ته افغانستان ته په پېژندپاڼو د راتلو اجازه ورکړې او د تورخم کمیسار وايي په تېرو دوه ورځو کې درې زره افغانان په تذکرو سره راوښتي دي. د تورخم کمیسار سيد غازي الله هاشمي وویل:«د دې موضوع په هکله موږ په ځلونو خبرې کړې دي چې افغانان کولای شي له تذکرو سره افغانستان ته راشي.»

نور یی ولوله| پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتوالی

نور یی ولوله| د افغانستان د کنګل شویو پیسو په هکله د ناروې د استازي لیدلوری

بلخوا له پاکستانه افغانستان ته په پېژندپاڼو راغلي خلک وايي هلته له ګڼو ستونزو سره مخ وو او پاکستاني پوځیان افغانانو ته له پیسو پرته په پېژندپانو هم افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکوي. له پاکستانه راغلی مسافر ایمل وویل:«څلوارلس میاشتې کېږي چې پاکستان ته تللی وم؛ ناروغ وم، ستونزې زیاتې وئ؛ له هغې خوا چې راځې پيسې غواړي او پر افغانانو ظلم کوي.»

اخوا، په تورخم کې پاکستان ته تلوونکي ناروغان او ورسره کسان وايي په مياشتو د پاکستان ويزې په تمه وي او په ډېرو ستونزو بریالي کېږي چې خپل ناروغان د درملنې په پار پاکستان ته ولېږدوي. دوی د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړي چې د وېزو په برخه کې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د يادونې وړ ده چې پاکستان ته د درملنې په پار له افغانستانه پاکستان ته پر تلوونکو سربېره سلګونه نور افغانان د پاکستان لوري ته خپلوۍ لري چې نه يوازې له دغې غاړې بلکې له هغه لوري هم يو شمېر کسان افغانستان ته راځي. له همدې امله د ډیورند کرښې د دواړو لوریو اوسېدونکي غواړي چې دوی ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button