افغانستانسیمه‌ییز

پاکستان کې افغان کډوال؛ د پاکستان د چلن پر وړاندې د ملا یعقوب توند غبرګون

د پاکستان له لوري پر افغان کډوالو وروستي تشدد د طالب مشرانو توند غبرګون راپارولی دی

د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان حکومت د پرېکړې د غبرګونونو په دوام د طالبانو د ملي دفاع وزیر د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پرېکړه وغندله او هغه یې ناعادلانه وبلله.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب مجاهد، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته یې څو ځله د پاکستان پر وړاندې تونده ژبه کارولې، نن یې د دغه هېواد له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند ته غبرګون وښود.

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل ګواښکوونکي بولي

ملا یعقوب د طالبانو د یو شمېر پولیسو په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان وروستۍ پریکړه ظالمانه ده.

ملا یعقوب د پاکستان دغه کړنه وحشت بللی

ملا یعقوب په پاکستان کې له مېشتو افغان پانګوالو وغوښتل، چې خپله شتمني دې له دغه هېواد څخه هېواد ته را ولېږدوي او په دې ډول دې د پاکستان اقتصاد ته کلکه ضربه ورکړي.

د هغه په باور، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري شړل وحشت او بربریت دی.

‏ښاغلي مجاهد ویلي، چې دغه ډول پرېکړې د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کوي.

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

د طالبانو د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد نن پنجشنبه د (تلې ۱۳مه) د پولیسو د څوارلسمې لېسانس دورې د زده‌کړیالانو فراغت‌ غونډه کې د خپلې وینا پرمهال د پاکستان له خلکو او علماوو وغوښتل، چې خپل حکومت له دې پرېکړې راوګرځوي.

دا هم ولولئ:  بهر مېشتي سیاسي شخصیتونه طالبانو ته؛ د ښځو حقوق ورکړئ

له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه

‏همدارنګه ښاغلي مجاهد پر نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو غږ کړی، چې پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد له لوري د «روان ظلم او بربریت» مخه ونيسي.

هغه له افغان سوداګرو وغوښتل، چې خپله پانګه افغانستان ته ولېږدوي.

‏‫تر ده وړاندې تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه پرېکړه د نه منلو وړ بللې وه.

د هغه ترڅنګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي و:« د پاکستان دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د پیلېدو په مانا ده.»

بل خوا د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو عالي کمېشترۍ هم د دغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې ژر تر ژره دې دغه پرېکړه لغوه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button