پاکستان کې افغان کډوال؛ زرګونه افغانان د نیول کېدو له ویرې روغتونونو ته نه ځي

پاکستان کې افغان کډوال د نیول کېدو او جبري ایستلو د وېرې له امله روغتیايي مرکزونو ته له تګ ډډه کوي. د بېپولې ډاکترانو ټولنې (MSF) ویلي، دا وضعیت د ښځو، ماشومانو او ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د نیول کېدو وېره د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې لوی خنډ
د MSF د راپور له مخې، په پاکستان کې افغان کډوال د ناروغۍ پر مهال هم روغتونونو او کلینیکونو ته نه ورځي، ځکه اندېښنه لري چې د پاکستاني چارواکو له لوري به ونیول شي او افغانستان ته به په جبري ډول ولېږدول شي.
دغه سازمان ویلي، د دې وېرې له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ، د امیندوارو ښځو د روغتیايي ستونزو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو کچه لوړه شوې ده.
MSF د جبري ایستلو د بندېدو غوښتنه وکړه
بېپولې ډاکترانو ټولنې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو خوندي لاسرسی برابر کړي.
دغه سازمان همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بشري حقونو د خوندي کولو او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي ملاتړ وکړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې افغان کډوال د نیولو، ځورولو او جبري ایستلو له زیاتېدونکو اقداماتو سره مخ دي. د راپورونو له مخې، هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستانه افغانستان ته په جبري ډول ستنېږي.
تر دې وړاندې هم د کډوالو او بشري حقونو ګڼو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی و چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی او بېړنۍ نړیوالې پاملرنې ته اړتیا لري.



