سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې افغان کډوال؛ م.م، پاکستان او نړیوال بنسټونه مو دې غږ واوري

پاکستان کې افغان کډوالو د یوه پرانیستي لیک له لارې له یادو بنسټونو مرسته غوښتي

د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو له نیول کېدو وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو یوې شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او شارپ دفتر له استازیو سره په لیدنه او یوه پرانیستې لیک کې چې د سلګونو کډوالو له لوري لاسلیک شوی، غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمان او د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ستونزې درک کړي او د کډوالۍ د نړیوالو اصولو او قوانینو له مخې دې ورسره چلن وکړي.

د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووفي رسنیو ته ویلي، په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ‎پولیسو له زور زیاتي وروسته اړ شول، څو په یوه پرانېستي لیک کې د سلګونو کډوالو لاسلیکونه راټول او د نړۍ په کچه یې د بشري حقونو اړوندو بنسټونو ته ولېږي.

نور ولولئ: دپېښور په کمپونو کې افغان مهاجرین خپل ژوندڅنګه تېروي؟

هغه وايي، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري او نړیواله ټولنه باید پر دغه هېواد فشار راوړي، څو د افغانانو له ځورونې لاس واخلي.

په ورته وخت کې هغه افغانان چې هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته پاکستان ته کډه شوي او له میاشتو راهیسي په نورو هېوادونو کې پناه‌اخیستو ته په تمه دي، د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي او وايي، د دغه هېواد حکومت یې ویزې نه نوې کوي او له کبله یې دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په وروستیو کې کډوال شوي هم شکایات لري

د دوی په خبره، په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنري (UNHCR) او د شارپ دفتر یې هم دوسیې په وخت نه څېړي او دا لامل کېږي چې دوی په دغه هېواد کې میاشتې او کلونه په انتظار تېر کړي.

په پاکستان کې افغان کډوال احمد افغان او وحیده نیازۍ وايي چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې بې‌برخلیکه اوسېږي او د پاکستان حکومت یې ویزې هم نه نوې کوي. دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ شوي او حالت یط خراب ښودل شوی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button