پاکستان کې د روسیې سفیر: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو یو

اړوند خبرونه:
د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه
پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده
په پاکستان کې د روسیې سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
البرت خورف د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د پاکستان او ا.ا ترمنځ موجوده کړکېچ ته په پام سره، که دواړه خواوې هوکړه وکړي، روسیه چمتو ده چې د دوی ترمنځ د شخړو د حل لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي.
خورف زیاته کړه چې د مسکو بڼه د دې لپاره یو مناسب پلیټ فارم کیدی شي.
د روسیې سفیر ټینګار وکړ: “د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې حل کول په بنسټیز ډول د اسلام اباد او کابل حق دی، خو دا د روسیې په ګټه هم دی. همداراز هغه ټینګار وکړ چې مسکو تل په سیمه کې ثبات غوښتونکی او ملاتړ یې کړی دی. “
د پاکستان او ا.ا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې وړاندیز په سیمه کې د فعال رول لوبولو لپاره د مسکو هڅې منعکسوي، خو بریالیتوب یې د دواړو خواوو په خوښه او د ډیپلوماټیک بېطرفۍ ساتلو پورې اړه لري.
د روسیې د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د کب درېیمه د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ا.ا د ځواکونو لخوا د پوستې د جوړولو او په صفري نقطه کې د پاکستان لخوا د پوستې جوړېدو پر سر نښته وشوه. له شخړې وروسته، پاکستان د تورخم لاره د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ وتړله.