سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه چاودنه کې ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

په پاکستان کې امنيتي حال د اندېښنې تر حده رسېدلی او هره ورځ په کې بریدونه کېږي

د پاکستان بلوچستان په دوو سیمو کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته دوو جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه کې د بلوچستان پشین، خانوزی سیمه کې د یوه انتخابي کاندید دفتر مخې ته چاودنه کې لږ تر لږ ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د پشین له چاودنې لږ وروسته د بلوچستان په یوه بله سیمه قلعه سیف الله (سیف الله کلا) سیمه کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د ټاکنیز دفتر مخې ته یوه چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د شوي پېښې مرګ ژوبله

راپورونه وايي چې تر اوسه ددې پېښو یا چاودنو څرنګوالی معلوم نه دی.

53848171 1299 4bc2 8a35 3d49344f6121 16x9 1200x676

د خانوزی سیمې عامې روغتیا مسوول ډاکتر حبیب له بي بي سي سره خبرو کې تائید کړه، چې ځايي روغتون ته ۱۴ مړي او ۳۰ ټپیان وروړل شوي دي.

نور ولولئ: په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي په یوه اېکس پیغام کې د قلعه سیف الله سیمې پېښه کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل تائید کړي دي.

نوموړي له ځايي رسنۍ (جیو) سره خبرو کې ویلي، د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند یوه مشر مولانا عبدالواسع ته په دې چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی.

پر کمپاین کوونکو بریدونه

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د پشین مرستیال کمشنر جمعه داد خان له قوله ویل شوي، چې لومړۍ پېښه نن چارشنبه ګهیځ مهال په نوکنډي سیمه کې رامنځته شوې ده.

بلوچستان کې د لېویز په نامه ملېشه ځواک یو مسوول کس بیا وايي، چاودنه د بلوچستان صوبايي اسامبلۍ ته له پشين سیمې د ازاد کاندید اسفندیار کاکړ د ټاکنیز دفتر مخې ته شوې.

د بلوچستان په مچ سیمه کې پر پاکستاني زندان او پوستو برید شوی

دغه مسوول کس وايي، د چاودنې پر مهال ګڼ شمېر کسان د دفتر مخې ته راټول شوي وو.

د یادونې ده چې پاکستان کې ټاکنیز کمپاین تېره ورځ پای ته ورسېد او سبا به په دې هېواد کې د رایې ورکولو بهیر پیل شي. په دې ټاکنو کې د پاکستان له ۲۴۱ میلیون وګړو څخه ۱۲۸ میلیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې ناامني پراخه شوې او هره ورځ پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي چې ګڼه مرګ ژوبله اړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button