سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ عمران خان تر نورو مخکې دی

د پاکستان عمومي ټاکنو د لومړنیو نتایجو له مخې د عمران خان پلویان تر نورو مخکې بلل شوي دي

د پاکستان د پرونیو عمومي ټاکنو د لومړنیو نتایجو له مخې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان پلویان تر نورو مخکې دي.

د عمران خان پلویانو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ملي اسمبلۍ د ۲۶۶ سیټونو له جملې د ۱۰۶ سیټونو د شمېرل شویو رایو له مخې ۴۷ ګټلې دي.

خپلواک نوماندان او ټاکنې

۲۴ نور سیټونه خپلواکو کاندیدانو ګټلي او د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند هم ۲۴ سیټونه خپل کړي او د پخواني صدراعظم نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند بیا ۱۸ سیټونه ګټلې دي.

ap24039480413904 1707407228
پاکستان کې د رای شمېرنې بهیر

د رایو شمېرنه په غیرمعمولي ډول ورو روانه ده، چې حکومت یې یو علت د ټلیفوني خدماتو ځنډېدل بللي دي.

د ټاکنو په ورځ په پاکستان کې انټرنېټي او ټلیفوني خدمات ځنډول شوي وو.

نور ولولئ: په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو ډېرېدل؛ اسلام اباد له طالبانو غوښتي چې ترهګر وځپي

نور ولولئ:  پاکستان کې ناامني؛ ډیره اسماعیل خان کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوړلې

نور ولولئ: نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

په پاکستان کې په پرونیو عمومي ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه کمه ښوول شوې او د ناامنیو د پېښو راپور هم ورکړل شوی دی.

په پېښو کې د پاکستاني پوځیانو وژل کېدل

د پاکستان پوځ پرون وویل چې د انتخاباتو د بهیر د ګډوډولو په هدف د وسله‌والو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان چې اکثره یې د امنیتي ځواکونو غړي وو، ووژل شول.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت ویلي وو چې د امنیت د ټنیګیدو په خاطر یې مخابراتي شبکې تړلي وې.

09pk
په انځور کې د عمران خان د پلویانو خوښي

دغه وزارت د اېکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي وو: “په هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو په پایله کې چې خلکو ته په کې د سر زیان رسیدلی امنیتي تدابیر د امنیت د ټینګیدو لپاره لازمي دي ترڅو له ممکنه ګواښونو سره مقابله وکړا ی شي نو ځکه په هېواد کې په لنډ مهاله توګه د ټیلیفونونو خدمات ځنډول شوی دی.”

د پنجشنبې د ورځې د ټاکنو وړاندې د پاکستان یو ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف تورولګوه چې دغه ګوند ته په ازاد ډول د ټاکنیز کمپاین د ترسره کولو زمینه نه ده برابره شوې. دغه ګوند ادعا کړې چې په ټاکنو کې یې د بریالیتوب د مخنیوي هڅې کیږي.

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د یو ډول کمپاین زمینه برابره شوې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button