اقتصاد او سوداګري

پاکستان کې د یوه لیتر ډیزلو بیه ۷نیمې روپۍ لوړه شوه

د پاکستان حکومت د ډیزلو بیه یو په یو ۷نیمې روپۍ لوړه کړه، ځکه نړیوال بازارونه لوړ دي

پاکستان حکومت د شنبې پر شپه اعلان وکړ چې د ډیزلو یوه لیټر بیه کې اووه روپۍ زیاتوي، خو د پټرولو بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د پاکستان خزانې وزیر اسحق ډار لږ مخکې په یوه ویډیويي بیان کې وویل، د نفتو په نړیوال بازار کې د ډیزلو بیه له درې تر څلورو ډالرو پورې لوړه شوې ده، ځکه حکومت دا پرېکړه کړې او په وینا یې د ډ‌یزلو بیو لوړولو پرېکړه به له ځايي وخت سره سم د شپې له ۱۲ بجو وروسته عملي شي.

ښاغلی ډار وايي، تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې به د پټرولو بیې په اوسني حال پاتې شي.

د پیسو نړیوال صندق تمه

په ورته مهال د پیسو نړیوال صندوق ای، ایم، ایف مسوولین، چې تازه یې پاکستان ته د پور ورکولو هوکړه کړې وايي، تمه کوي چې پاکستان به د هغو ستونزو هوارولو لپاره چې د دې هېواد اقتصاد ورسره لاس او ګرېوان دی، ټیکاو لرونکې پالیسۍ پلي کړي.

ای، ایم، ایف مسوولین وايي، په دې لړ کې یې هیله دا ده چې په ځانګړې توګه به د انرژۍ په سیکتور کې چې دوی تمه کوي، د برېښنا بیې به لوړې شي، د دې ډول پالیسو عملي کېدو ته سترګې پر لار دي.

د انرژۍ سکتور اصلاحات د پاکستان او ای، ایم، ایف تر منځ د مذاکراتو مهم ټکی و.

د برېښنا د یونیټ بیه به هم لوړ شي

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د خزانې وزیر اسحق ډار له قوله په خپل رپوټ کې وايي، پاکستان د پور ورکولو هوکړې ارزونې لپاره به د ای ایم ایف اجرايي پلاوي له غونډې مخکې د برېښنا یوه یونټ بیه کې ”له دریو، تر څلورو روپیو پورې توپیر رامنځته شي.”

د پاکستان انرژې وزیر خرم دستګیر بیا رویټرز ته ویلي، ”د اصلاحاتو مانا دا نه ده، چې بیو کې بې پایه اضافه رامنځته شي.”

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

د یادونې ده، چې د پاکستان حکومت او ای، ایم، ایف تر منځ د پور ورکړې په اوږدمهاله مذاکراتو کې د انرژۍ سکتور اصلاحات یو بنسټیز ټکی و.

پاکستان ته د درې میلیاردو ډالرو پور ورکړې ”سټېنډبای هوکړه” پرون (جمعه – جون ۳۰مه) اعلان شوه او تمه کېږي چې ای، ایم، ایف اجرايي پلاوی به دا هوکړه د جولای میاشتې تر نیمايي پورې تائید کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد حالت لا هم بحراني دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button