سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې طبیعي پېښو ۱۴۳ کسان مړه کړي

پاکستان کې وروستیو سېلابونو او شدیدو ورښتونو ۱۴۳ کسان مړه کړي دي

په پاکستان پورې اړوند راپورونه ښيي، چې تېره اپرېل میاشت کې ۱۴۳ کسان د طبیعي پېښو له امله وژل شوي دي، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا کې دي. په پاکستان کې رسنیو چهارشنبه د مې پر لومړۍ راپور ورکړی چې طبیعي پېښو په خیبرپښتونخوا کې د ۳۸ ماشومانو په ګډون ۸۳ کسان مړه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې تېره میاشت په دغه هېواد کې د ورښتونو کچه بې‌سارې او په میاشتني حساب دوه برابره وه.د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویاند ظهیراحمد بابر ویلي چې په دغه هېواد کې د تېرې میاشتې د ورښتونو کچه له معمول څخه ۱۶۴ سلنه ډېره وه.

اپرېل میاشت د پاکستان لپاره خونړۍ وه

تېره میاشت پاکستان کې ډېر اورښتونه شوي او خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په ورته وخت کې په افغانستان کې هم ډېر اورښتونه شوي دي او ګڼو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. په افغانستان کې د پولیو ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شوی دی، خو ځینې ولایتونو کې به د سېلابونو راوتلو له امله له ستونزو سره مخ وي او رضاکاران به ونه شي کولی، تر څو هغو سیمو ته ورسېږي، کومو کې چې سېلابونه راوتلي دي.

نور ولولئ: په لاهور کې د شدید باران له امله اووه کسان مړه شوي

نور ولولئ: هند کې سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

د پاکستان یوه چارواکي رسنیو ته زیاته کړي چې: «موږ د هوا دا نامنظم ډولونه د اقلیم بدلون د مخامخې پاېلې په توګه لیدلي.»

2
پاکستان کې سېلابونه

ورته مهال، په خیبرپښتونخوا کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ادارې ویاند انور شهزاد رسنیو ته ویلي: «د مرګ‌ژوبلې اصلي لاملونه سېلابونه، د کورونو نړېدل او ځمکښوېدنې وې.»

خیبر پښتونخوا کې نسبت نورو سیمو ته ډېر زیانونه اوښتي دي

سېلابونه په کورونو ورغلي او په عین حال کې ځمک ښوییدنې هم رامنځته شوي دي. د سیمې خلک لومړنیو طبي او خوراکي مرستو ته اړتیا لري او له مسئولو چارواکو غواړي چې پر وخت یې غم وخوړل شي. خیبر پښتونخوا د پاکستان هغه سیمه ده چې طبیعي پېښو خلکو ته په بې ساري ډول زیانونه اړولي دي.

د راپورونو په حواله، ورښتونو او سېلابونو د ازاد کشمیر په ځینو برخو کې ۱۴ کسان او لږ تر لږه څلور نور یې د سند په سوېل کې مړه کړي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان له نیمايي ډېره برخه سیمو کې سیلابونه راوتلي و چې د چارواکو په وینا د هېواد اقتصاد ته یې څه باندې ۳۰ ملیارده ډالر زیان واړوه او دا دی سږ کال یې هم یوازې اپرېل میاشت کې ۱۴۳ کسانو ته مرګ ژوبله رسولې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button