Uncategorized

پاکستان کې عام وګړو د جمعې لمونځ په کورونو کې وکړ

د کرونا ویروس له امله د پاکستان علماو له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې جوماتونو ته مه راځئ او خپل لمونځونه په کورونو کې وکړئ دوى همدا راز خلکو ته ويلي دي، چې د جمعې د ورځې لمانځه ته هم جومات ته مه راځئ او په خپلو کورونو کې د جمعې لمونځ هم ادا کړئ.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان مشهور عالم مفتي نعيم له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې د کورونا ويروس په چټکۍ سره خپرېږي، خلک دې د حکومت خبره ومني، همدا راز يو بل مولانا راغب نعيمي هم خلکو ته ويلي دي، چې په خپلو کورونو کې لمونځونه وکړئ او خپل ژوند خوندي کړئ.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې مفتي نعيم وويل، چې حکومت د ګرځبندېز پرېکړه کړې ده، نو خلکو ته پکار دي چې د جمعې د ورځې لمونځ هم په کور کې وکړي، ځکه چې د کورونا ويروس په چټکۍ خپرېږي نو د حکومت خبره دې خلک ومني.

همدا راز مولانا راغب نعيمي بيا ويلي دي، چې حکومت يا کوم عالم نه غواړي چې جوماتونه دې تړلي وي، خو موږ ته د خلکو خونديتوب ډېر مهم دى، نو خلک دې لمونځونه په کورونو کې وکړي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د نړۍ ډېرى اسلامي هېوادونو کې جوماتونه تړل شوي دي او له خلکو څخه غوښتنه شوې ده چې لمونځونه دې په خپلو کورونو کې وکړي.

د سعودي عربستان حکومت بيا د نورو جوماتونو تر څنګ مسجد نبوي او مسجد الحرام هم تړلي دي.د یادونې وړ ده د سعودي عربسنان علماو هم فتوا ورکړې وه چې خلک دې د جوماتو پرځاۍ کورونو کې لمونځ کوي.

دا هم ولولئ:  ملاضعیف:طالبان دامارات د دعوې نه دي پشا شوي

خو بل لوري ته په افغانستان کې، چې دغه ويروس پکې په چټکۍ سره خپرېږي، لا هم په جوماتونو کې د جمعې لمونځ او نور لمونځونه په جمعې سره ادا کېږي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button