سیمه

پاکستان کې نور څوک کاغذپران یا ګوډي نه شي الوځولی

هر کال د جنورۍ په میاشت کې هند او پاکستان کې د کاغذپران فیستیوال جوړیږي. چې د ښیښه‌يي تارونو امله یې لسګونه تنه مړه کېږي. تېره ورځ د پنجاب په ایالتي شورا کې پر کاغذپران بازۍ د بندیز لایحه په اکثریت مثبت رایو سره تصویب شوه.

په دې لایحه کې راغلي چې په کاغذپران بازۍ د بندیز له قانون څخه سرغوړونکی به په پنځه کاله قید او دوه میلیون کلدارې جریمه کېږي. او همداراز د کاغذپرانونو او ښیښه يي تارونو جوړوونکو ته د اووه کاله بند او پنځه میلیون کلدارو جریمې جزا ټاکل شوې ده.

د مسلم لیګ ګوند وکیل مجتبی شجاع الرحمن ویلي، چې د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو لپاره د داسې یو قانون اړتیا وه.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د پنجاب په مرکز لاهور ښار کې په ۲۰۰۵ کې په کاغذپران بازۍ وروسته له هغه بندیز ولګېد چې ۱۱ تنه د کاغذپرانونو په تارونو د ټپي کېدو وروسته مړه شول.

دا قانون د بسنت میلې په درشل کې تصویب شوی او په دغه مېله کې، چې په عنعنوي ډول د پسرلي موسم د رارسېدو په خوښۍ کې جوړیږي کاغذ پران بازي عامه وه.

د یادولو ده چې د بسنت عنعنوي مېله له پیړیو راهیسې هرکال جوړیږي او په ترڅ کې یې په زرګونو خلک کاغذپرانونه الوځوي. «بسنت» د «ژیړ رنګ» معنی لري چې په ژیړو ګلانو پوښل شوې ځمکه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button