سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې وروستۍ ناامني؛ متقي او دورانی د دواړو هېوادونو سیاسي پیاوړتیا غواړي

ایا دا کتنه رښتیا د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ده او که د پاکستان د ناامنه کېدو په خاطر؟

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان نظامي ادارو پر طالبانو تور پورې کړی و چې ټي ټي پي ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او هغوی راځي پر پاکستان بریدونه کوي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند مرستیال بلال کریمي هم وايي، متقي دغه لیدنه کې د پاکستان ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی چې چا ته اجازه نه ورکوي، څو د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد وکاروي.

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

هغه زیاته کړه: «پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې او متقي ډاډ ورکړ چې له افغانسانه هېچا ته په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ نه دی پېښ او نه اجازه ورکوو چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته ګواښ پېښ شي.»

د اصف علي درواني لخوا د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا ډاډ

کریمي زیاتوي چې دغه کتنه کې اصف علي دراني ویلي، پاکستان غواړي افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي. هغه وویل: «مقابل لوري هم د امنیت برخه کې خوښي وښوده او وې ویل چې پاکستان غواړي افغانستان سره ښې ډیپلوماټیکې، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې ولري.»

نور ولولئ: طالبانو د پاکستان پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی

د شنونکو په نظر، د دراني دا وړاندیز داسې ښکاري لکه طالبان چې په پاکستان کې د امنیت لپاره هڅوي او پاکستان ورته په بدل کې د لا ښو سیاسي اړیکو وړاندیز کړی وي. بل لورته په پاکستان کې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې ۵ ځانمرګي حملې تر سره شوي چې ګڼ پاکستاني نظامیان یې وژلي یا یې ټپیان کړي دي.

د متقي او دراني دا لیدنه امنیتي اندېښنې دي

کارپوهان وايي، دا لیدنه په پاکستان کې د ناامنیو د زیاتو اندېښنې دي چې اسلام اباد یې له طالبانو سره شریکوي او له دوی څخه همکاري غواړي. له دې وړاندې اسلام اباد طالبان تورن کړي وو چې دوی د پاکستان ضد ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له همدې ځایونو پاکستان کې بریدونه کېږي.

اصف علي درانی داسې مهال کابل ته سفر کوي او طالبانو سره ګوري چې له دې وړاندې هم نورو پاکستاني چارواکو دا ډول اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړي وې، خو طالب چارواکو تل دا ډول ادعاوې رد او بې بنسټه بللي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button