ژوند

پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه

نړیوال بنسټونه وايي، په ناڅاپي توګه د دومره کډوالو ایستل به ناورین وي

خو اسلام اباد وايي چې د نېټې په پوره کېدو سره به ټول ناقانونه افغان کډوال د پاکستان له خاورې وباسي او دا خاوره به ترې پاکه کړي.

د پاکستان حکومت شاوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې څه باندې ۱.۷ میلیونه کډوال به چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هیواده وباسي.

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

که څه هم د ملګرو ملتونو لوړ پوړو ادارو او چارواکو او همدارنګه ځینو لوېدیځو هیوادونو پاکستان ته سپارښتنه کړې چې خپله دا پرېکړه بدله کړي، خو د پاکستاني چارواکو په خبره، دا پرېکړه یې وروستۍ ده او په ټاکلي وخت به عملي شي.

افغان کډوالو ته ورکړل شوی وخت پوره شوی

اوس هغې نیټې ته ایله دوه ورځې پاتې دي، ډیر شمیر افغانان په ځانګړي توګه هغه کسان چې په افغانستان کې له جدي امنیتي ستونزو سره مخ و، په پاکستان کې له ویرې او ناهیلۍ سره شپې او ورځې سبا کوي.

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لویه برخه هغه کسان جوړوي چې په امریکا او یا اروپايي هیوادونو کې د خپلې کډوالۍ قضیو ته په تمه دي.

یو شمیر کډوال وایي، «موږ په قانوني ویزو پاکستان ته راغلي یو، خو د ویزو له ختمېدو وروسته مو د څو ځلو هڅو او آن د پیسو په ورکولو سره ونه شو کړای خپلې ویزې نوې کړو.»

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان د کډوالو په زور ایستل د بشري حقونو نقض بللی

دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې یا ودروي او یا دې هم ددوی د اېستلو پلان وځنډوي.

د بشر حقونو د څار سازمان ټینګار

له دې سره، پاکستانۍ ډان ورځپاڼې هم په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ له اسلام آباده غوښتي، چې د بشري ناورین له رامنځته کیدو مخکې دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي.

ورځپاڼې د دې کمېشنرۍ د ویاندې راوینا شمداساني له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې له اړو کسانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دا مسئله دې یقیني کړي چې په راتلونکې کې د دوی هر ډول ستنېدل به خوندي، باعزته، په خپله خوښه او له نړیوال قانون سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته ژوند کوي چې له دې ډلې شپږ لکه یې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د اېستلو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې په دې هیواد کې څو لویې امنیتي پیښې رامنځته شوې او پاکستاني چارواکي افغانان هم پکې ښکېل بلل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button