ژوند او ټولنهسیمه ییز خبرونه

پاکستان کې پر ښځو جنسي تېري کوونکی مدیر نیول شوی

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیس د ښوونځي هغه مدیر ونیو چې پر ګڼو ښځو یې جنسي تېری کړی و

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوې ځايي محکمې پر جنسي تېري او ځورونې یو تورن کس د اوو ورځو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.‌

تورن کس دغلته د یوه شخصي ښوونځي مدیر دی او پولیسو تېره دوشنبه نیولی.

نور ولولئ: د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

څېړونکي افسر محکمه کې ادعا کړې دغه سړي به ښځې باج ورکولو ته اړیستې او دا چې تر اوسه یې له ۴۵ ډېرې قرباني ښځې پېژندل شوې دي.

د قضیې څارنوال ویلي چې تورن کس یوازې نه دی بلکې پوره ډله ورسره ده چې پاتې کسان به هم تر څېړنو وروسته ونیول شي.

د یاد مدیر ویډیوګانې پر خواله رسنیو خپرې شوې

د یادونې ده چې پولیسو پر دې قضیې د خواله رسنیو له لارې خبر شوي وو.

د پولیسو لخوا پرانیستل شوې دوسیه کې راغلي چې د دوی سرتېري سیمه کې د معمول پر ګزمه بوخت وو چې یوه افسر یې پر خواله رسنۍ خپره شوې ویډیو وکتله.‌

په دې ویډیو کې یو سړی له څو بېلابېلو ښځو سره د جنسي اړیکې په حال کې لېدل کېده.

پولیسو ته تر څېړنو وروسته مالومه شوه چې په دې ویډیو کې ښکارېدونکی کس کراچۍ کې د یوه شخصي ښوونځي مدیر دی.

امنیتي‌ کسان وروسته دغه ښوونځي ته ورغلي او دا سړی یې نیولی دی.

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

د پولیسو د ځايي مرکز یوه چارواکي ویلي، تر اوسه له زیانمنو شویو ښځو سره اړیکه نه ده شوې، خو د څېړنو لپاره یوه کمېټه ګومارل شوې ده.‌

له قرباني شوو ښځو هم څېړنې کېږي

په دې کمېټه کې د پولیسو یوه ښځینه افسره هم شامله ده او هڅه به یې دا وي چې اغېزمنې شوې ښځې پیدا او خبرې ورسره وکړي.‌

تورن کس د پولیسو به حضور کې رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې په ویډیو کې په کتل کېدونکو ښځو کې د ښوونځي د ادارې څوک نشته، بلکې ټولې هغه ښځې دي چې ده بهر پېژندلې.

نوموړي ویلي یوه کس ورته په تلیفون د کمرو د هک کولو ویلي و او د ثبت کړو ویډیوګانو د نه خپرولو بدل کې یې ترې یو میلیون پاکستانۍ کلدارې غوښتې.

هغه زیاته کړې چې دغه سړي به کله ځان د پوځ او کله د استخباراتو کارمند معرفي کاوه او له ده سره یې یو ځل یوه ځايي هوټل کې له نږدې هم کتلي وو.‌

خو دغه کس وايي، ده له چا سره په زور اړیکې نه دي نیولي بلکې د هر چا خپله خوښه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button