سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې پر ګډ حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند هوکړه

پاکستان کې مسلم لیګ ن او پیپلز ګوندونو د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړي ده

د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه پر ګډ حکومت جوړولو هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې شهباز شریف لومړی وزیر او اصف علي زرداري به ولسمشر وي.

د عمران خان ګوند چې ټاکنو کې یې تر دوی ډېرې څوکۍ ګټلې دا ګوندونه یې د ایجنډا په غلا کولو تورن کړي دی.

د پاکستان ټاکنې د روانې میاشتې پر اتمه نېټه وشوې، خو د تمې خلاف د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند پکې اکثریت څوکۍ خپلې نه کړې.

pak2
پاکستان کې پارلماني ټاکنې

د پاکستان په ټآکنو کې د عمران خان پلویان مخکې دي

د ټاکنو کمېسون د شمېرو له مخې دې ټاکنو کې د عمران خان پلویانو ۹۲، د نواز شریف ګوند ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

مسلم لیګ نواز ډلې چې تر ټاکنو مخکې یې د اکثریت ګټلو فکر درلود، د پایلو تر اعلان راهیسې له پیپلز سره پر ګډ حکومت خبرې کولې.

نور ولولئ: شهباز شریف ۵ ګوندونو ایتلاف کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان نوماند کړ

نور ولولئ: پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ عمران خان تر نورو مخکې دی

نور ولولئ: نن پاکستان کې پارلماني ټاکنې کېږي

د مسلم لیګ د مشر شهباز شریف او د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د تېرې ورځې خبرو کې دواړه ګوندونه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې یې شهباز شریف لومړی وزیر او د پیپلز شریک مشر اصف علي زرداري به ولسمشر وي.

د مسلم لیګ او شهباز شریف په دې ګډ حکومت کې متحده قومي مومنټ یا اېم کیو اېم، مسلم لیګ ق او استحکام پاکستان ګوندونه هم برخه لري.

pak1
د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوندونو مشران هر یو بلاول بوټو او شهباز شریف

د صوبايي حکومت اکثریت له عمران خان سره دی

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو دې ټاکنو کې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او د پښتونخوا صوبايی حکومت غوڅ اکثریت لري.

دغه ګوند په ټاکنو کې د درغلیو ادعا کوي او د ګډ حکومت جوړولو په هکله یې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو ایتلاف غندلی دی.

تحریک انصاف ګوند خپل اېکس کې دا ډلې د ایجنډا پر غلا کولو تورنې کړې دي.

دغه ګوند چې غړي یې خپلواک نوماندان و، حکومت جوړولی نه شي او په ټاکنو کې د درغلیو په هکله یې مظاهرې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان، سند او نورو ایالتونو کې ځینو ګوندونو ته د پاکستان وروستۍ پارلماني ټاکنې د منلو وړ نه دي او دوی یې پرضد اعتراضونه پیلوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button