سفر خبرونه

پاکستان کې پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې نورو هېوادو ته د پرواز په انتظار وو

پاکستاني پولیسو په تېرو دریو ورځو کې ۱۵۰ کسان نیولي دي چې په دې کې په بهر کې پناه اخیستونکي افغانان هم دي

په اسلام اباد کې د کډوالو د نیولو د نوې څپې د پیل سره هم‌مهاله ځینو سرچېنو رسنیو ته تایید کړه، چې تر دې مهاله له ۱۵۰ زیات هغه افغانان د پولیسو له‌خوا نیول شوي چې د ویزو موده یې بشپړه شوې ده.

په دغې نوې څپه کې پولیس د اسلام اباد په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او تر پلټنو وروسته هغه افغانان نیسي او تاڼو ته یې بیايي، چې د ویزو موده یې ختمه شوې وي.

په اسلام اباد کې نیول کېدونکي افغانان

دغه نوي نیول شوي کډوال د اسلام اباد په بهارکو، بي ۱۳، اېچ ۱۳، جي ۱۳، بي ۱۷ او ډي ۱۷ سیمو کې اوسېدل چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

دغه نیول شوي کډوال تر ډېره هغه کسان دي، چې د امریکا د پناه غوښتنې (پي ۱ او پي ۲) دوسیې لري او تر ډېره یې د پناه غوښتلو بهیر هم مخته تللی دی.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د دغو کډوالو په منځ کې داسې کسان هم شته، چې دوه مرکې (انټریو ګانې) یې هم بشپړې شوې، روغتیايي کتنې یې هم ترسره کړې، یوازې د الوتنې په تمه وو، چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

afghan 2024 08 02t105655.797
نیول شوي افغان کډوال

د یو شمېر بنسټونو روانې هڅې

که څه هم چې یو شمېر بنسټونو او د افغان کډوالو شوراګانو د دغو نیول شویو کډوالو د خلاصون هڅې پیل کړې دي؛ خو تر دې مهاله یې کومه جوته پایله نه ده لرلې او د هغوی د برخلیک په اړه هم زیات مالومات نه دي ورکړل شوي.

تر ډېره دغه کډوال هغه کسان دي، چې د طالبانو له وېرې پاکستان ته کډه شوي او امریکا ته د تګ تکل لري؛ خو وېره دا ده که دوی بېرته افغانستان ته ستنول کېږي، هم به یې په مهاجر منونکو هېوادونو کې د تګ قانوني بهیر ټکنی شي او هم به د طالبانو له سترو ګواښونو سره مخامخ شي.

د دغو کډوالو کورنۍ له ملګرو ملتونو هیله لري، چې له پاکستانه وغواړي، چې دوی په زور او جبر له خپلې خاورې و نه باسي او هم پر مهاجر منونکو هېوادونو فشارونه زیات کړي چې د کډوالو د اېستلو بهیر چټک او ګړندی کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button