سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د یوه جومات څنګ ته چاودنې شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

له دې چاودنې وروسته هلته د پاکستان پوځي ادارو بیړنی حالت اعلان کړی او ډېر څوک ګرځېدو ته نه پرېږدي او بل لورته د پېښور له چاودنې وروسته دا هم خونړی برید بلل کېږي چې خلک یې د پاکستان په نظامي ادارو نور هم شکمن کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي مسوولین وايي، د مستونګ سیمې یوه جومات ته نژدې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ پر چینايي انجینرانو برید شوی

ځايي پولیس وايي، چاودنه د مستونګ الفلاح جومات ته نژدې هغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د ربیع الاول ۱۲مې میلاد النبي شریف په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل.

په دې برید کې ګڼه مرګ ژوبله

د بلوچستان عامې روغتیا یوه ځايي چارواکي رشید محمد سعید تائید کړې چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د مستونګ پولیسو مشر شعیب مسعود له بي بي سي سره خبرو کې وايي، پولیس اوسمهال د پېښې څرنګوالي معلومولو په هکله معلومات یو ځای کوي.

نور ولولئ: په ادم خېل دره کې د امریکايي وسلو پېر او پلور

ښاغلی شعیب وايي، لومړني شواهد ښيي چې چاودنه احتمالاً د یوه ځانمرګي برید له کبله شوې، چې په ظاهره یې هدف د خلکو همدا ګڼه، ګوڼه وه.

یادې پېښې مسئولیت

پاکستان د اکثرو بریدونو پړه ټي ټي پي پر غاړه اخلي او داعش ډله هم مسئولیت مني، خو تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

چارواکي وايي، ځايي خلک په مذهبي مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل چې چاودنه وشوه.

د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، له پېښې وروسته د ایالت مرکز کوټې په روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی.

ښاغلی اڅکزی وايي، مرستندویان د پېښې ځای ته استول شوي دي او هڅه کېږي، چې سخت ټپیان د کوټې روغتونونو ته ولېږدول شي.

د بلوچستان موقت اعلی وزیر میر علي مردان خان ډومکي د دې پېښې عاملین په سختو ټکیو غندلي، د پېښې تحقیقاتو امر یې کړی او د اطلاعاتو موقت وزیر جان اڅکزي په صوبه کې درې ورځنی رسمي ویر اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې پېښې بیخي ډېرې شوي دي او پر نظامي ادارو او پوځ ډېر بریدونه تر سره کېږي چې ګڼه مرګ ژوبله تر شا لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button