اقتصاد او سوداګريسیمه ییز خبرونه

پاکستان کې یوې ډلې له سلګونو خلکو پښتورګي غلا کړي

پاکستان کې هغه ډله نیول شوي چې د غیر قانوني عملیاتو په واسطه یې له خلکو پښتورګي ایستلي

دی تورن دی چې له ۳۰۰ د ډېرو کسانو بډوډي یا پښتورګي یې پر شتمنو پېرودونکو چې د پښتورګو پیوند ته یې اړتیا درلوده، پلوري دي.

د فواد مختار په اړه ویل کېږي چې پخوا هم ۵ ځله د ناسمې درملنې په تور نیول شوی خو هر ځل بېرته په ضمانت خوشې شوی دی.

نور ولولئ: یوه داسې الوتکه چې هېڅوک یې نه غواړي

اوس رپوټونه دا دي‌ چې لږترلږه درې کسان د دې شبکې لخوا له دوی د پښتورګو د ایستلو جراحي عملیاتو پر مهال مړه شوي دي.

دې شبکې تر ډېره پنجاب ایالت او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې فعالیت کاوه.

دا ډول عملیات چېرته کېدل؟

د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي ویلي، چې د بډوډو یا پښتورګو د پویند دغه عملیات به تر ډېره په شخصي استوګنځیو کې داسې حال کې کېدل چې د پښتورګي خاوند به ترې خبر نه و.

د رپوټونو له مخې د موټرو یو مستري له ښاغلي مختار سره د بډوډو د پیوند په جراحي عملیاتو کې د مرستیال په توګه کار کاوه.

نور ولولئ: ۲۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره سنګاپور کې د هیروینو قاچاقبره اعدا شوه

ویل کېږي دغه سړي به روغتونو کې خلک په چل ول تېر ایستل چې د مختار عملیات خونې ته ورشي. د پنجاب سرپرست اعلی وزیر ویلي چې د دې شبکې لخوا هر پښتورګی په تر ۱۲۰ زره ډالرو پلورل شوی دی.

د پاکستان چارواکي دا پېښه بده بولي

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا “هغه مالومات او شمېرې چې موږ ترلاسه کړې د سړي زړه برېښوي. د بدن غړو د پیوند غیر قانوني جراحي عملیات تر دې ډېر زیات کیږي. دا چې موږ پرې خبر شوي یو، دا یې یوازې یوه بېلګه ده.” پاکستان کې د انسان د بدن غړو کاروبار په ۲۰۱۰ کال کې غیر قانوني اعلان شو. چارواکو ویلي چې نیول شوي کسان ښايي په تر لسو کلونو بند او درنو نغدي جریمو محکوم شي.

دوی هیله من دي چې په دې توګه به له پاکستانه بهر پر پېرېدونکو د بډوډو د پلور او همدا راز د ډاکترانو او دلالانو د ناسمې ګټنې مخه تر یوه ځایه ونیول شي.

خو ادعا دا ده چې پاکستان کې د قانون پر پليتابه د څار نشتوالي او پراخې بې وزلۍ دې ته لار پرانیستې، چې د انساني بدن غړو قاچاق او کاروبار ډېر شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button