نړیوال خبرونه

پخواني ولسمشرحامد کرزي د ټاکنو د باطلېدو غوښتنه کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې له ټولو لارو چارو کار واخلي او د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې باطلې کړي.

سرچینو ویلي، حامد کرزي له خلیلزاد دغه غوښتنه تېره شپه ناوخته په خپل استوګنځي کې کړې ده.

د غو سرچینې په خبره، حامد کرزی د ۱۳۹۸ کال ټاکنو کې د محمد اشرف غني په غوڅې بریا شدیدآ خپه او ناراضه دی، ځکه یې تېره شپه زلمي خلیلزاد ته مخامخ ویلي، چې له نړیوالو سره لاس یو او ټاکنې باطلې اعلان کړئ.

دوي ټينګار کړی، چې زلمي خلیلزاد حامد کرزي ته خطاب کې ویلي، چې ټاکنې د افغانستان کورنۍ مسله ده او مونږ پکې د مداخلې حق نه لرو.

بلې سرچینې رسنیو ته څرګنده کړې، چې د پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله لخوا د موازي حکومت اعلان طرحه هم د حامد کرزي وه.

د یادونې وړده، چې تېره ورځ حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، دا ټاکنې تحمیل شوې دي او افغانستان ته یې زیان واړوه.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button