نړیوال خبرونه

پخواني ولسمشر حامد کرزي ټو م وییسټ سره تلیفوني خبرې کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د ټلېفوني خبرو پر مهال په اوسنیو حالاتو کې “بین‌الافغاني مذاکرات” یوه اړتیا ګڼلې ده.

حامد کرزي په دې ټلیفوني خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې په هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو د پرانیستلو غوښتنه وکړه. ښاغلي کرزي زیاته کړې: «په دغو خبرو کې د افغانستان پر روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت او د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر ضرورت د نظر تبادله وشوه.

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: «د افغانستان په روانو حالاتو، اقتصادي وضعیت، د نجونو مکاتبو د ژر تر ژره خلاصېدو په ارتباط او د دایمي سولې او ثبات لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو په ضرورت باندې تینګار وشو. د افغانستان لپاره د آمریکا ځانګړي استازي هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، له زده کړو د نجونو په محرومېدو سره به افغانستان شاته پاتې شي..»

ټوماس وېسټ ویلي، د افغانانو تر منځ د ملي خبرو لپاره د جدي اړتیا په تړاو یې له حامد کرزي سره هم خبرې کړې دي.

ښاغلی وېسټ زیاتوي: «نړۍواله ټولنه به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. اړتیا ده چې، طالبان هم خپله ونډه سرته ورسوي او د مرستو په بهیر کې خپلې لاسوهنې راکمې کړي. دوی په داسې ډول باید حکومت وکړي چې، پانګونې راجلب کړي او د مسلکي او تحصیل کړو خلکو بېرته راستنېدو ته زمینه برابره شي. 

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

له دې سره سم، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو تر منځ خبرې د هېواد یو له اساسي اړتیاو ګڼي. د سیاسي چارو کارپوه حسن حقیار وايي: «په افغانستان کې د جنګ او جګړو ټغر ټول او تر یو حده پورې امنیت تامین دی، خو اوس هم ګڼې سیاسي او اقتصادي شته چې هوارۍ یې بین‌الافغاني تفاهم غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید اکبر اغا وايي: «طالبان یو داسې حرکت وکړي چې هغه خپله د طالبانو له طرفه په افغانستان کې دغه مخالفتونه خاموش شي. تر دې مخکې اسلامي امارت د ملي خبرو د اړتیا په تړاو ویلي وو چې، اوس په هېواد کې دغه ډول خبرو ته اړتیا نشته او وخت یې هم تېر شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button