نړیوال خبرونه

پخوانی بریتانوی جنرال: طالبان دې په رسمیت وپېژندل شي

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو پخواني مشر جنرال سر ډېوېډ ریچارډز، یوې سرچینې ته ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې دا ومنو چې جګړه مو بایللې او د افغانستان د خلکو د خوندي کولو لپاره په ګډه سره کار وکړو. دغه پخواني جنرال پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو حکومت دې وپېژني چې په افغانستان کې خلک له مخ په خرابېدو انساني ناورینه وژغورل شي. له شپږو میاشتو راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې بشپړ واک ترلاسه کړی اقتصادي وضعیت ډېر نازک شوی او خلک له وزګارۍ او لوږې کړېږي.

د دې ستونزو یوه برخه د نړیوالو مرستو د درېدلو او په بهر کې د افغانستان د پیسو له کنګلولو پیدا شوې. له یوې خوا د طالبانو له اوسنیو تګلارو نارضایتي او بل لور ته د افغانانو ناوړه اقتصادي وضعیت نړیواله ټولنه دوه لارې کې پرېښې، ځکه داسې اندېښنې شته چې له مرستو سره به په یوه ډول د طالبانو حکومت له فشاره خلاص شي.

په افغانستان کې نژدې اته میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي چې نژدې یو میلیون یې ماشومان دي. همدې دغه هېواد له یوه جدي بشري ناورین سره مخامخ کړی دی.

تېره میاشت طالبان واک تر رسېدو وروسته لومړی ځل اروپا ته په رسمي سفر راغلل چې د پلاوي مشري یې د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي کوله.

دوی په ناروې کې له ځینو لوېديځوالو چارواکو او د فعالو مېرمنو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره غونډې ترسره کړې. تر هغه وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي ول چې که طالبان غواړي نړيوال يې په رسميت وپېژني بايد په خپلو تګلارو کې اصلاح او سمون رامنځ ته کړي.

نور یی ولوله | اریانا سعید په اروپايي پارلمان کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه بحث کړی

بلېنکن زیاته کړه پر يو لړ لارو غور کوي چې له مخې يې وکولی شي د افغانستان اقتصاد ته نغدي پيسې ورپيچکاري کړي خو ټينګار يې وکړ چې له داسې لارو به دا مرستې کوي چې طالبان ترې ګټه پورته نشي کړی. د امریکا متحده ایالتونه او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه وايي پر طالبانو به بندیزونه ترهغه پر ځای وي ترڅو هغوې د نړیوالې ټولنې سپارښتنې چې بشري حقونه، د افرادو ازادي، د غچ اخیستونکو بریدونو مخنیوی او افراطیت سره مبارزه ده، پر ځای کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button