پخوانی ولسمشر: هر افغان له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی
اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او خبرداری یې ورکړی چې پاکستان باید له دا ډول تېري ډډه وکړي.
حامد کرزي ویلي چې د افغانستان خلک له خپل هېواد څخه د دفاع په برخه کې همېشه یو موټی او یو غږ دي او د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو اصولو ښکاره نقض و.
د افغانستان پخواني ولسمشر پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په دا ډول اقدام سره خپلې کورنۍ ستونزې نشي حل کولای او بل ځل باید دا ډول اقدام ترسره نه کړي.
په ورته وخت کې د ایران ولمسشر، مسعود پزشکیان هم د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ پر وروستیو نښتو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ په وروستیو نښتو کې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي او ګڼشمېر وسلې او نظامي تجهیزات د اسلامي امارت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د ویلو ده چې اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان په غوښتنه اوربند شوی او اسلامي امارت له ټولو ځواکونو غوښتي چې له تېري پرته اوربند مراعات کړي.