پخوانی ولسمشر: پاکستان دې د خپل ځان د خیر لپاره پر افغان خاوره بریدون ودروي
اړوند خبر:
پخوانی ولسمشر: هر افغان له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د یادو بریدونو د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پاکستان دې د خپل خیر لپاره پر افغانستان او پر افغانانو خپل بریدونه ودروي.
هغه لیکلي: « پرپکتیکا د پاکستان هوایي بریدونه چې زموږ یوشمېر هېوادوال یې، د کرېکټ ځوانو لوبغاړو په شمول شهیدان او ټپیان کړل، په کلکو ټکو غندي. د دغو بريدونو له امله د شهیدانو کورنیو ته خپل د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوي.»
کرزي یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان پر وړاندې خپلو پالېسیو کې بدلون راولي او په وینا یې، له سره دې پرې غور وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه هېواد باید له افغانستان سره د نړیوالو اصولو پربنسټ، د دوستانه او متمدنانه اړیکو لاره خپله کړي.
پاکستان تېره شپه د پکتیکا په ارګون ولسوالي کې پر ملکي وګړو د ډرون برید کړی چې له امله یې، ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
په وژل شوو کې د کرکټ سیمهییز لوبغاړي او ملکیان شامل دي او ټپیانو کې هم ماشومان شته دي.