پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ د افغانستان د لارو بندېدو میلیاردونه ډالر تاوان اړولی

پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ پاکستاني چارواکو منلې چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او په سیمه کې د ترانزیټي بهیر د ګډوډۍ له امله د دغه هېواد بهرنۍ سوداګرۍ ته دروند زیان اوښتی او تاوان یې له ۱.۴ میلیاردو ډالرو اوښتی دی.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۱مې نېټې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز تګ راتګ په بېساري ډول کم شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو لېږد له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
شمېرې ښيي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د روان کال تر اپرېل میاشتې یوازې ۸۵.۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي، حال دا چې د تېر کال په ورته موده کې دغه کچه شاوخوا ۸۱۸ میلیونه ډالره وه. دغه لوی توپیر د پاکستان د صادراتي سکټور لپاره د پام وړ اقتصادي ضربه بلل کېږي.

پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ زرګونه کانتینرونه بند پاتې دي
راپورونه څرګندوي چې د سرحدي لارو د تړل کېدو او سوداګریزو محدودیتونو له امله له ۷۵۰۰ څخه ډېر باروړونکي کانتینرونه په بندرونو او سرحدي سیمو کې بند پاتې شوي دي.
د دغو ستونزو له امله د درملو، خوراکي تېلو، سیمنټو، موټرسایکلونو، تراکټورونو او نورو سوداګریزو توکو صادرات هم سخت اغېزمن شوي دي.
اقتصادي شنونکي وایي چې د صادراتو ځنډ نه یوازې د پاکستان د سوداګرو مالي زیانونه زیات کړي، بلکې د سیمې د سوداګریزې همکارۍ پر بهیر یې هم منفي اغېز کړی دی.
پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ د افغانستان او پاکستان سوداګریز اختلاف
تېر کال پاکستان په یو اړخیز ډول له افغانستان سره ځینې مهمې سوداګریزې لارې وتړلې. وروسته د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې تر هغو به له پاکستان سره عادي سوداګریز تعاملات نه پراخوي، څو اسلاماباد تضمین ور نه کړي چې په راتلونکې کې به د سیاسي او امنیتي دلایلو له مخې لارې نه تړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه اختلاف د سرحدي سوداګرۍ او ترانزیټ پر بهیر مستقیم اغېز کړی او د سوداګرو لپاره یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي.

پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی هم اغېزمن شوی
پاکستاني چارواکي وایي چې د افغانستان له لارې د ترانزیټي لارو محدودېدو د منځنۍ اسیا بازارونو ته د دوی لاسرسی هم ستونزمن کړی دی.
د دوی په وینا، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیزستان ته د پاکستان د صادراتو یوه مهمه برخه د افغانستان له لارې ترسره کېده، خو اوس دغه بهیر له خنډونو سره مخ شوی دی.
پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ سیمهییز کړکېچ صادرات کم کړي
په همدې حال کې د فارس خلیج په سیمه کې وروستیو سیاسي او امنیتي کړکېچونو هم د پاکستان پر سوداګرۍ اغېز کړی دی.
راپورونه ښيي چې د سمندري او هوايي لېږد رالېږد د لګښتونو زیاتېدو او د ترانسپورټي محدودیتونو له امله خلیجي بازارونو ته د پاکستان صادرات هم کم شوي دي.
پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې که سیمهییزه بېثباتي دوام ومومي، نو د صادراتو د لا کمېدو او د سلګونو میلیونونو ډالرو اضافي زیان احتمال هم شته.

پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛ پاکستان د بدیلو لارو په لټه کې
د یادو ستونزو د جبران لپاره پاکستان هڅه کوي چې د صادراتو لپاره بدیلې لارې ومومي. چارواکي وایي د سوداګرۍ د همغږۍ ځانګړی میکانیزم یې فعال کړی، د باروړونکو الوتنو د زیاتولو هڅې روانې دي او د صادراتو یوه برخه یې نورو بندرونو ته اړولې ده.
همداراز اسلاماباد د ایران له لارې منځنۍ اسیا ته د ترانزیټي لارو کارول هم زیات کړي او راپورونه ښيي چې زرګونه باروړونکي موټر اوس د همدې بدیل مسیر له لارې تګ راتګ کوي. پر اقتصادي زیان د پاکستان اعتراف؛
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د افغانستان له لارې ترانزیټي لارې لا هم د پاکستان لپاره تر ټولو لنډه او ارزانه سوداګریزه لاره ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو عادي کېدل به د سیمې پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.



