ټکنالوجي

پر دې پوهېدی چې لمر هم هستوي انرژي تولیدوي

نوي څېړنې په دې باندې بحث کوي چې لمر هم هستوي انرژي تولیدوي

زموږ لمر- چې د فضا د نورو ستورو په شان یوه متوسطه اندازه ستوری دی، د هستوي عملیې له لارې رڼا او انرژي تولیدوي. او تودوخه یې تر موږ پورې رارسېږي. که مو په یاد وي په مخکینیو دوو لیکنو کې ما یادونه کړې وه چې موږ له دوو طریقو هستوي انرژي تر لاسه کولای شو؛ یوه یې دا چې د دوو اتومونو هستې سره یو ځای کړو. او بله یې دا چې د یوه اتوم هسته ماته کړو. یوه ته یې هستوي پیوستون ( نیوکلیر فیوژن) او بل ته یې هستوي ماتېدنه ( نیوکلیر فېژن) وایي. د هستوي پیوستون لپاره مو د هایدروجن اتوم ( چې ګاز دی) مثال ورکړی وو چې په خپله هسته کې یو پروتون لري. که د هایدروجن دوه اتومونه د کافي اندازې فشار او تودوخې په نتیجه کې سره تخته شي نو ددې دوه اتومونو هستې سره نیښلي او په یوه! اتوم باندې بدلېږي. هغه نوی جوړ شوی اتوم ( عنصر) چې هلیوم بلل کېږي بیا خپله هسته کې د هایدروجن برخلاف دوه پروتونونه لري ( ځکه دوې هستې سره یو ځای شوې او هرې یوې یو پروتون درلود).

نور ولولئ: د باد انرژي راتلونکی به څه ډول وي؟

د هستوي ماتېدنې لخوا د انرژي تر لاسه کېدل

د یادونې وړ ده چې عناصر په همدې ترتیب، د هستو د سره یو ځای کېدو له لارې جوړېږي او دا لړۍ له سپکو عناصرو (هایدروجن- ګاز) څخه شروع بیا د دراندو عناصرو [اوسپنه او نور] تر جوړېدو پورې دوام کوي. د هستوي ماتېدنې له لارې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره مو بیا د یوارنیم مثال ورکړی وو چې هلته د یورانیم اتوم ( عنصر) هسته په نیوترونونو باندې ویشتل کېږي او ماتېږي. ددې دواړو عملیو په نتیجه کې پرېمانه انرژي لاس ته راځي، او هغه انرژي بیا په تا پورې اړه لري چې د کار او برېښنا لپاره ګټه ترېنه اخلې او که د تخریب لپاره ( لکه هستوي بمونه).

نور ولولئ: نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

د هستوي انرژۍ اصطلاح کېدای شي ځینې خلکو ته داسې یو شانتې علمي او یا ناشناخته غوندې ښکاره شي، خو په حقیقت کې هسته، منده کې او یا زَړي ته وایي ( لکه د زردالو منده که او یا د مڼې زَړی). او د یو اتوم هسته هم د هغه اتوم زَړي ته وایي چې په خپل ځان کې پرتونونه او نیوترونونه لري. او یو اتوم په ساده ډول د یوې مادې تر ټولو کوچینۍ زره ده. هغه زره بیا یوه هسته ( زړی) لري او په شاخواه یې الکترونونه څرخېږي چې منفي چارج لري. د هغه هستې دننه بیا پروتونونه او نیترونونه موجود دي. پروتونونه مثبت چارج لري او نیوترونونه بیا کوم چارج نه لري ( خنثی دي).

ستوري جامد نه دي

نو، لکه څنګه چې مخکې مو وه ویل چې ستوري په اصل کې د ځمکې او یا نورو سیارو غوندې کوم جامد شی نه، بلکې د هایدروجن ګاز لوی توپونه دي چې سوځېږي او رڼا او تودوخه تولیدوي؛ او زموږ لمر هم د فضا د نورو ستورو په شان یو ستوری دی، نو زموږ ستوري کې هم د زیات فشار او تودوخې په نتیجه کې د هایدروجن اتومونه چې هر یو خپله هسته کې یو پروتون لري سره تخته کېږي او ددې فشار او تودوخې په نتیجه کې د دوه اتومونو هسې سره چسپېږي او هلیوم جوړوي. او ددې پروسې په نتیجه کې نهایت اندازه زیانه تودوخه او انرژي رامنځته کېږي.  یانې د ستوري د تودوخې او رڼا د تولید عملیه په اصل کې د هایدروجن د هستو یو ځای کېدل یا هستوي پیوستون ( نیوکلیر فیوژن) دی. او د هستوي پیوستون له لارې تولید شوې انرژي ته هستوي انرژي ( نیوکلییر انرژي) وایي. د همدې اتوم او هستې زور دی چې موږ یوه بنده کوټه نشو ګرمولی مګر یو ستوری ( لمر) خلاصه فضا د تنور غوندې ګرموي. هر ستوری په اصل کې یوه طبیعي هستوي بټۍ ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button