Uncategorized

پر روسیه د اوکراین له لوري د بې پیلوټه الوتکو تازه بریدونه

مسکو منلې چې اوکراین ورباندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

د روسیې ځینې چارواکي وايي چې اوکراین یې پر یوه ښار د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې د تېلو یوې ذخیرې هم اور اخیستی دی.

د ریاژان سیمه له مسکوه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده. د دې سیمې والي پاول مالکوف وايي، د روسنفت د تېلو په تصفیه خانه کې د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته اور ولګېد.

د روسیې پر یو شمېر سیمو بریدونه

د روسیې دفاع وزارت وایي، نن سهار وختي د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د روسیې په شپږو سیمو کې ۶۵ اوکرایني ډرون الوتکې د دوی ځواکونو نسکورې کړي دي.

russia
د یوه اوکرایني نظامي له لوري د بې پیلوټه الوتکې الوزول

د دې وزارت له ادعا سره سم، ۳۵ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې په فورونیژ، ۲۵په بیلګورود، ۸ په بریانسک او کورسک کې، یوه په لننګراد او یوه هم د ریاژان په سیمه کې نسکوره شوې ده.

نور ولولئ: ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په تاریخي سفر لاړ

نور ولولئ: په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر ولې له پوتین سره کتلي؟

د ریاژان سیمه له مسکوه نژدې ۱۸۰ کیلومتره لرې پرته ده، د دې سیمې والي پاول مالکوف وویل، د روسنفت د تېلو په تصفیه خانه کې د بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته اور ولګېد.

اضافي جزیات نه دي ورکړل شوي

مالکوف په ټیلګرام کې لیکلي چې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو ده نور جزییات نه دي ورکړي.

د ځینو راپورونو له مخې د روسنفت د تېلو پر مرکز درې ډرون الوتکو حمله کړې چې دوه تنه یې ټپيان کړي دي.

د روسیې او اوکراین جګړه؛ روسیه کې پر یوه هوايي ډګر د ډرون بریدونه

په بیلګورود کې والي ویاچیسلاف ګلادکوف وایي، پر یوه اپارتمان هم برید شوی، خو څوک نه دي ټپيان شوي.

د روسیې د تاس اژانس د راپور له مخې په بیلګورود کې د روسیې د فدرالي امنیتي څانګې ودانۍ هم ډرون الوتکو ویشتلې چې د ودانۍ مخکنۍ برخه څه زیانمنه شوې او هندارې یې ماتې شوې دي.

د “ایس‌ب‌یو” په نوم د اوکراین د امنیت څانګې یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې د اوکراین بې پیلوټه الوتکو د روسیې د تېلو درې تصفیه خانې په ریاژن، کستوفو او کیریشي کې په نښه کړي دي.

همدې سرچینې دا خبره هم کړې چې ډرون الوتکو د روسیې په بوتور لینوکا کې یو هوايي ډګر او په فورونیژ سیمه کې یو پوځي هوایي ډګر هم په نښه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې او اوکراین جګړه په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې او ترننه دوام لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button