سپورټ

پر شطرنج لوبې د طالبانو بندیز ته د شطرنج نړیوال سازمان غبرګون

د شطرنج نړیوال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د شطرنج لوبو ځنډول خواشینوونکی عمل بولي.

سرچینې ویلي چې، دا بندیز به د شطرنج په شوي پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.

یاد فدراسیون زیاتوي، چې دا پرېکړه به د افغان ځوانانو هغه فرصتونه له منځه یوسي چې کولای شي په نړیوالو سیالیو کې یې ولري.

افغانستان د شطرنج ملي لوبډله هم لري.

دا غبرګون داسې مهال خپرېږي، چې تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت المپیک کمېټې وویل، چې د تخنیکي او شرعي دلایلو له مخې د شطرنج لوبې تر امر ثاني ځنډوي.

په ورته وخت کې د شطرنج نړیوال فدراسیون خبرداری ورکړی، چې د المپیک نړیوالې کمېټې، د آسیا شطرنج فدراسیون او نورو نړیوالو ادارو سره به اړیکه وکړي، څو دا لوبه بېرته را وګرځوي.

د یادونې ده چې د طالبانو له دې وړاندې د آزادې مبارزې پر لوبو هم بشپړ بندیز لګول شوی او پر یو شمېر نورو یې محدودیتونه وضع کړي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button