کورني خبرونه

پر طورخم سرحد افغان اوښتونکو څخه غیر قانونی پیسی اخیستل کیږی

 افغانستان  افغانستان

پاکستان ته تلوونکي افغانان  خلک وايي پر طورخم پوله د پاکستانیو چارواکو له طرفه  ځورېږي او په غیر  قانونی توګه پیسی  ورڅخه اخیستل کیږی. دوی وايي، د پاکستان پر ویزو لرلو سربیره بیا هم  پر تورخم پوله د اوښتو اجازه نه ورکول کیږی.

د ننګرهار ولایت د جلال اباد یو اوسیدونکی وویل چې پر تورخم پوله مامور ملیشه  ځواک او نور مسول کسان ورڅخه پیسی  اخلي. ده وویل، پکار ده چې د دواړو طرفه ولسونو لپاره طورخم دروازه  پرانستلی شی  او پر دې لاره په تګ راتګ کې اسانۍ پیدا کولای شي. په تورخم کې د پاکستان د وفاقي تحقیقاتي ادارې ( ایف ای اې ) یو چارواکي وویل چې دوی د وزیراعظم عمران خان له اعلانه نه  وروسته د ګیټ پاس  په نامه اجازت نامه لرونکي هم نه پرېږدي چې پاکستان ته لاړ شی

طورخم  سرحد افغان,پاکستان,وزیراعظم عمران خان

دوی  دا  تور هم رد کړی چې ګواکې پر طورخم په  پوله مامور ملیشه  ځواک او نورزمه وار کسان پاکستان ته له تلوونکو افغان وګړو په غیر قانونی  توګه پیسې اخلي دوی  دا  تور هم رد کړی چې ګواکې پر طورخم په  پوله مامور ملیشه  ځواک او نور زمه وار کسان پاکستان ته له تلوونکو افغان وګړو په غیر قانونی  توګه پیسې اخلي د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر ۲۹ سیپټمبر  امر کړی  وو  چې په کابل کې د پاکستان سفارت دې افغان وګړو ته ګیټ پاس نه ورکوي.له ویزه لرونکو افغانانو اضافي اجازتنامه مه غواړۍ د وزیر اعظم عمران خان سپارښتنه ښاغلی ویلي وو چې پاکستاني چارواکي دې د دې لپاره بندوبست وکړي چې افغان وګړي یواځی  په پاسپورټ او ویزه پاکستان ته پرېښودل شي .عمران خان دا حکم  له هغه وروسته کړی وو چې افغان وګړو پر تورخم پوله ولاړ پاکستاني چارواکي تورن کړي وو چې د اوښتو پر وخت د ګیټ پاس په نامه د اجازت نامې پر درلودلو سر بیره  ترې په غیر قانونی  توګه پیسې اخلي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د پاکستان حکومت وايي په ملک کې د کورونا وایرس لا خپرېدو مخنیوي لپاره یې د ۲۰۲۱م کال می د پنڅمی نیټی  له پر طورخم پ محدودیتونه لګولي دي. د دوی په وینا، یواڅ‎ځی  سخت  ناروغان، زده کوونکي او لوبغاړي پرېږدي چې پاکستان ته لاړ شي. طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر حاکم کیدو  وروسته څو ځله د طورخم پولې پر خلاصیدو  له پاکستانیو چارواکو سره غونډې او خبرې .کړې دي خو تر اوسه یې څه نتیجه نه ده ورکړې

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button