پر پاکستان د هند بریدونه؛ اسلام اباد لویو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان کړ

اړوند خبرونه:
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
د پاکستان پوځ ویلي، د پنجشنبې په ورځ یې پر پنځو ښارونو د هند له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي.
سرچینه وایي، چې په دې بریدونو کې یو عام وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني پوځیان ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه د هندي پوځيانو بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ پاکستانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هند د روانو بریدونو له امله د پاکستان په لویو ښارونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.
د پاکستان کرکټ تر ټولو لوی لیګ یا پي اېس اېل نننۍ لوبه چې پېنډۍ ښار کې پلان شوې وه، د بې پیلوټه الوتکې برید له امله ځنډېدلې ده.
د هند پوځي برید ته تر اوسه پاکستاني ځواکونو کوم ښکاره غبرګون نه دی ښودلی او چارواکي یې یوازې د متقابل برید ګواښ کوي.
د هند او پاکستان تر منځ د روان تاوتریخوالي زیاتېدو سره سم د دواړو هېوادونو لومړۍ درجه چارواکو په لوړه کچه امنیتي غونډې رابللې دي.