ځاییژوند

پر ښځو د طالبانو محدودیتونه؛ هرات کې داسې رستورانت چې ښځه یې مسئوله ده

پر ښځو د طالبانو له محدودیتونو سره سره بیا هم ښځې غلي نه کیني او فعالیت ته دوام ورکوي

په هرات ولایت کې داسې رستورانت چې خاص ښځې د ډوډۍ، چای، قهوه او نورو خوراکونو لپاره ورځي. ددې رستورانت رییسه او کارکوونکې هم ټول ښځینه دي.

دغه د «صبح بهار» په نوم دی.

د رستورانت مسوولې ملالۍ فروتن ویلي، چې په دغه رستورانت کې یو شمېر ښځو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

restaurant2

فروتن زیاتوي، چې دا رستورانت له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې جوړ شوی او له ښه عاید سره یې کار دوام لري.

په رستورانت سیمه ییز خواړه

هغه د دغه رستورانت تفاوت دا ګڼي، چې سیمه ییز خواړه د ښځو لخوا پکې، ښځو ته چمتو کیږي او ښځې له کومې اندېښنې پرته په ډاډه زړه ورته تګ راتګ کولی شي.

یو شمېر خلکو د داسې هڅو هرکلی کړی، خو ځینو نورو ویلي چې ولې باید له ښځو نورو رستورانتونو او ځایونو ته د تلو حق واخیستل شي؟

نور ولولئ: ایا تاسو انلاین درملنې ته اړتیا لری؟

نور ولولئ: افغانان هر کال پر درملو یو میلیارډ ډالر مصرفوي

نور ولولئ: د میلاټونین زیات استعمال او د هغه زیانونه

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له افغان ښځو د نورو زیاتو حقونو تر څنګ پارک او هوټل ته د تلو حقونه هم اخیستل شوي.

د طالبانو افراطي چلند

د دې ترڅنګ، باور دا دی چې د طالبانو زیات افراطي چلند له پښتنو سیمو سره دی او په غیر پښتني سیمو کې څه د خلکو د وېښتیا او اعتراض او څه هم د ځایي طالب چارواکو د نرمۍ له امله پر ښځو د پښتنو سیمو هومره زیات فشار نه دی اچول شوی.

یوازې دا نه چې طالبانو ښځې له پارکونو او مېله ځایونو راګرځولي بلکې د دوی پر وړاندې یې د سینګارتونو دروازې هم وتړلې چې په زرګونو ښځې په کې مصروفې وې او له همدې کاروباره یې کورنۍ ساتلې.

restaurant
انځور؛ صبح بهار رستورانت

د طالبانو رژیم د ښځو پر وړاندې ځپونکي تګلاره غوره کړي. پر دوی یې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلي دي. دوی یې دومره محدودې کړي چې حتی په ښځو کې د رواني ناروغیو راپورونه خپاره شول، خو له دې ټولو سره، سره طالبان او د دوی امربالمعروف وزارت پر دوی محدودیتونه لګوي.

طالبان د ښځو د ژوند ښه کېدو لپاره هېڅ بدیلې لارې په نظر کې نه نیسي. په افغانستان کې زیاتې داسې کورنۍ شته چې سرپرستانې یې ښځې دي او دوی به د بېلابېلو کاروبارونو او دولتي وظیفو له لارې دغه کورنۍ ساتلې. اوس داسې ویل کېږي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې سوال کولو ته مجبور شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button