پر کونړ او هلمند د پاکستان برید؛ کرزی: دا د افغانستان پر حاکمیت تېری دی

پر کونړ او هلمند د پاکستان برید د پخواني ولسمشر حامد کرزي له سخت غبرګون سره مخ شوی؛ کرزي بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د ملي حاکمیت نقض بللي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت نقض بللي دي.
کرزي ویلي، پر کونړ او هلمند د پاکستان برید د استوګنې پر سیمو شوی او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
کرزی: افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې متحد وي
پخواني ولسمشر ویلي، د پاکستان پوځي اقدام د افغانستان پر حریم تېری دی او ټینګار یې کړی چې افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې په ګډه د خپل هېواد دفاع وکړي.
کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې هغه څه چې ده «ستیزهجویانه پالیسۍ» بللې، بیا وارزوي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.
د نوموړي په غبرګون کې پر کونړ او هلمند د پاکستان برید د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره د اندېښنې وړ اقدام بلل شوی او له اسلاماباده غوښتل شوي چې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ترینګلې کوي.
د بریدونو د مرګژوبلې په اړه د کابل او اسلاماباد څرګندونې
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، پاکستاني الوتکو د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې پر کورونو هوايي بریدونه کړي دي.
د مجاهد په وینا، پر کونړ او هلمند د پاکستان برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان دي او درې کورونه ویجاړ شوي دي.
پاکستان بیا ویلي چې په دغو هوايي عملیاتو کې یې د وسلهوالو پټنځایونه په نښه کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۲ وسلهوال یې وژلي دي.
رویټرز او اسوشیټډ پرېس ویلي چې د دواړو لورو د مرګژوبلې او هدفونو په اړه متضادې ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.



