سیمه ییز خبرونه

پر ګیله من وزیر برید ته د افغان ولسمشرانو او سیاسیونو غبرګونونه

پر ګیله من وزیر برید او ټپي کېدو ته پخوانیو ولسمشرانو او امرالله صالح کلک غبرګونونه ښوولي دي

د پي ټي ایم پر غړي او شاعر ګیله من وزیر درې ورځې وړاندې د پلازمېنه اسلام اباد په تر ټولو امن ځای کې د څو کسانو له لوري د چړو ګزاردونه وشول او سخت یې ټپي کړ چې لا تراوسه د کوما په حالت په روغتون کې پروت دی.

پر دغه پښتون شاعر او مبارز برید ته د افغانستان پخواني ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي، امرالله صالح او ګڼو نورو سیاسیونو غبرګونونه ښوولي او دغه برید یې غندلی دی.

د محمد اشرف غني غبرګون

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: “د ګیله من وزیر ټپي کېدل یوه غمجنه پېښه ده. د هغه زرګونو ځوانانو تر څنګ چې ګیله من ته د روغتیا دعاګانې کوي، دعا کوم او له خدایه غواړم چې دغه پښتون شاعر ته عاجله او کامله شفا نصیب کړي.”

ښاغلي غني، نوموړی یو مبارز او روښنفکره ځوان بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پر ګیله من وزیر برید تر شا د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري.

نور ولولئ: د منظور پشتین په موټر لومړی ډزې شوې او بیا نیول شوی دی

نور ولولئ: منظور پشتین: بغلان کې وروستي سیلابونه یو ستره غمیزه ده

په ورته وخت کې د نوموړي پر ټپي کېدو د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي ژوره خواشیني څرګنده کړي ده او هغه ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې.

پر دې سربېره، د پرځېدلي جمهوریت د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال او د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح پر ایکس پاڼه لیکلي: “ګیله من وزیر یو مبارز ځوان او د پښتو ژبې پیاوړی شاعر دی چې لویه خوبي یې د تروریزم او د هغوی د ملاتړو پرضد مبارزه ده؛ د ښې روغتیا په هیله یم.”

afghan 2024 07 10t085138.636

ښاغلي صالح، ګیله من وزیر د طالبي فکر ضد څېره یاده کړې او نوموړی یې یو روشنفکره ځوان بللی دی.

پر ګیله من وزیر برید ته د لرو پښتنو غبرګونونه

پر دغه افغان مشرانو سربېره، په لره پښتونخوا کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، سیاسیونو او د پښتنو سیاسي څېرو پر نوموړي برید ته غبرګونونه ښوولي او غندلي یې دي.

ګیله من وزیر له ټپي کېدو څو میاشتې مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای له لوري زنداني شوی او سخت شکنجه شوی و.

ګیله من وزیر ددې تر څنګ چې مبارز شاعر دی، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې برحاله غړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه پیغام کې ویلي، پر پي ټي ایم به دا ډول نور بریدونه هم وشي، خو دغه حرکت به تر هغو څوک خاموش نه کړي تر څو چې یې د پښتون قوم ته عدل نه وي رسولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button