ستاسې اند او نظر

پسرلي او نوي کال کې بايد کوم کارونه ترسره کړو

د نوي کال او په ټوله کې بیا پسرلي کې عام وګړي د نوي کال اغاز کوي او د ژوند چارو ته پلانونه جوړوي تر څو هر کال په سم ډول ترسره کړي.پسرلئ چې د ټولو موسمونو پاچا دئ نو عام وګړي کوشش کوي چې د شنو بټو او طبعت نه خوند واخلي.

دغه موسم  دکال لومړی موسم دی، چې دطبیعت ښکلاوو ته رنګینې جامې ورآغوندي،دانسانانو روان ته سکون وربښي او د ژوند دچارو په سمبالښت کې  رغنده رول لوبوي، ځکه هر وګړی دځان لپاره منظم پلان او تصمیم لري، چې څه وکړي او څه ترسره کړي؟

دغه ښایسته موسم کې وګړي  نوي پلانونه ترسموي، دهمدې موخو په اساس  خپلې چارې سموي او د ژوندانه ټولو  چارو لپاره ځان دپرمختګ لوري ته باسي.

پلانونو پرته  هرانسان  هڅه کوي، چې دخپل هېواد دسمسورونې او رغوونې لپاره نیالګي کېږدي، چې د هېواد هره سیمه ښکلي او زرغونه شي او راتلونکي  نسلونو ته  به يې دخپلو لاسونو نښانې پریښې وي او دیوې سترې ډالۍ په توګه خلک  به ورڅخه ګټه  ترلاسه کړي.

په یاد زرغون موسم کې  هېوادوال  هڅه کوي، چې  په رغنیزو چارو ځانونه بسیا کړي، چې هم به يې هېوادته خدمت ترسره کړې وي او هم به يې دخپلو اقتصادي ګټو لپاره  حلاله نفقه  خپلو کورنیو ته ګټلي وي.

که زموڼږ زندګي نور په بیلایبلو ناندریزو  وختونو کې تېر شي، خو دا په یاد ولرئ، چې تاریخ به نوي نسل ته دا هر څه په ډاګه ځان سره یاد وساتئ ، چې هغه وخت به خدای مه کړه اوسنۍ بې پيروايي راتلونکي نسل ته دپېغور په توګه پرېښودل شي. حال داچې زموږ هېواد د ویاړنو ډک تاریخ لري او باید تل د ملت وياړنې دتاریخ په زرينو کرښو وليکل شي.

 دوستانو راځئ؛ سږني کال کې ټول ولس د رښتینې سولې او پرمختګونو لپاره هڅې ګړندۍ کړو، په خپلو سیمو، بانډو او آن  دهېواد په کچه اوچت قدمونه دهېواد دښېرازۍ او سوکالۍ لپاره واخلو، چې نور دبهرنیو او تاریخي دښمنانو له ناوړو دسيسو خلاصی پیدا  او دبین الافغاني جرګو له لارې  خپلمنځي کړکېچونو ته دپای ټکی کېږدو. 

څنګه چې دپسرلني په زرغون موسم کې خپلو کروندو لپاره کار ته لومړیتوب ورکوو، همداسې یو څه  وخت دهېواد ملي ګټو ته هم وقف کړو او دهیواد  د آبادۍ او ښیرازۍ  لپاره ګډه  او رښتینې مبارزه وکړو.

نو زموږ دکړنو پایلې به مو  ژر تر بریا ورسوي او په هېواد کې به هرکال دپسرلني ښکلي موسمونو ته خوښي په جشنونواو یوالي سره ټول هېوادوال ولمانځي د هر څه تر ځنک باید د یو او بل سره کومک وکړو تر څو د رحمن زات رانه راضي شي. او خپل اخرت په امان کې وساتو تر څو د دواړو جهانو کامیابي تر لاسه کړو

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button