پنټاګون: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو تېروتنې به جدي وڅېړو
اړوند خبرونه:
مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي
د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا په ګډوډو وتلو به بیاکتنه وشي او چارواکي به مسوول وګڼل شي. هغه وویل، په دې برخه کې د لا روښانتیا لپاره نورې څېړنې کوي.
هغه د پنټاګون له کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وویل: «موږ به له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو بیاکتنه وکړو ترڅو پوه شو چې څه تېروتنې دي او ولې یې مسوولیت نه دی اخیستل شوی.»
پېټ هېګسټ په افغانستان کې ناکامه جګړه، پر اوکراین د روسیې یرغل او پر اسراییل د حماس ناڅاپي برید هغه پیښې وبللې چې د امریکا ځواک یې په نړۍواله کچهکمزوری ښودلی دی.
هغه د افغانستان جګړې د حساب ورکولو ژمنه وکړه، چې په ۲۰۲۱ کال کې په ګډوډۍ پای ته ورسېده او په کابل کې د امریکا ملاتړی حکومت په چټکۍ سره وپرځېده.
د امریکا د دفاع وزیر د جمعې په ورځ، د سلواغې ۱۹مه د پنټاګون د کارکوونکو سره په یوه غونډه کې وویل، «موږ هوډ لرو چې هغه څه وګورو چې په افغانستان کې پیښ شوي او چارواکي یې مسوول وګڼو، نه د غچ اخیستلو لپاره، بلکې په دې باید پوه شو، چې تیروتنې څه وې او ولې یې مسوولیت نه دی اخیستل شوی.»