
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې وویل، که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي. پیټ هېګسېټ دغه راز هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا نه وي.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمن دی چې د ایران د اټومي وسلو مخه به ونیسي.
د امریکا د دفاع وزیر په عمان کې له ایران سره خبرې “ګټورې” وبللې او زیاته یې کړه، چې ډونالډ ټرمپ د خبرو له لارې د یوې هوکړې ترلاسه کولو ته ډېر جدي دی.
هېګسېټ په ټینګار سره وویل، چې که دا موضوع د خبرو له لارې حل نه شي، نورې لارې هم شته.
یاد امریکایي چارواکي د یمن د حوثیانو پر وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو او پراخو عملیاتو د وړتیاوو یادونه وکړه او ویې ویل: “موږ نه غواړو له دې وړتیا ګټه واخلو، خو که اړتیا پېښه شي، نو د ایران د اټومي بم ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره به ترې کار واخلو.”
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي.