اقتصاد او سوداګري

په ادم خېل دره کې د امریکايي وسلو پېر او پلور

د خیبر پښتونخوا ادم خېل دره کې د امریکايي وسلو ازاد مارکېټ دی او دلته په کې پېر او پلور کېږي

سمیع یوسفزی لیکي، د پیښور ښار له ګڼې ګوڼې ورو ورو په کوهات روډ د ادمخېل درې د غرونو لمنو ته داخلیږو. شاوخوا غرونه سره را نزدې کیږې او د ټوپکو د ډزو غږونه اوریدل کیږې چي مشتریان یې له خرید وړاندې ازمایي چې د کوم یوه مرمۍ خو به نه غله کیږي.

د ښکلو غرونو په منځ کې په لیکه پروت د ادم خېل درې د بازار دواړو طرفونو ته له وسلو ډکو دوکانونونو او کوچنیو کارخانو زماد سفر ملګری وډاراوه.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

په ادم خېل دره کې کې وستکاري یا د وسلو جوړولو کارنږدې ۱۳۰ کاله وړاندې د انګریزنو په دور کې پیل او د پخواني شوروي په مقابل کې د افغان جهاد په۸۰ او ۹۰ په لسیزو کې یې خورا رونق پیدا کړ .

ادم خېل دره کې امریکايي وسلو پسې ګرځېدل

د امریکایي وسلو په لټون پسې یوه دوکان ته ورغلو ، دوکان کې مخامخ دوه ډوله امریکايي ټوپک اېم څلور او اېم یوویشت را ځوړند وو.

دوکاندار وايي، «د یوه امریکایي توپک قیمت څلور لکه کلدارې او د بل ۷۵۰ زره یا اوه نیم لکه کلدارې دی، البته چې د پاکستان کوم ځای ته یې غواړې مونږ یی په زیمواري در رسوو»

بل دوکاندار چې نوم اخیستل نه غواړي وایي: «امریکایي وسلې او مهمات لکه مرمۍ ، د شپی دوربینونه او ان لباسونه راوړل کیږي، د پخواني حکومت عسکرو او د طالبانو غړو چې دغه وسلې نیولې یا پټې کړې اوس یي پلوري، دا یو ځنځیری تجارت دی له اخیستو وروسته په سختو قاچاقی لارو پاکستان ته راوړل کیږي او دلته ښه ګرم بازار لري.»

نور ولولئ: د پاکستان پوځ یو ځل بیا؛ ټي‌ټي‌پي افغانستان کې پټن‌ځایونه لري

دی وايي د امریکایي وسلو خاص مارکیت دی، هر څوک دغه وسلی اخیستلی نه شي ځکه قیمت یې لوړ دی خو بیا هم ډیر تعداد کې پلورل کیږې .”

امریکايی وسلې نورو هېوادونو ته هم قاچاق کېږي

هغه زیاته کړه «دا وسلې چي امریکا افغانستان ته راوړ او اوس یی پریښولې یوازی پاکستان ته نه راځي نورو هیوادونو ته هم ځي ، مثلا د قاچاق په واسطه د ایران له لارې تر عراق، سوریې او ترکیې او د مرکزی اسیا هیوادونو ته هم روانی دي.»

دوکان ته دوه تنه د ټیت قد خام تور رنګه ځوانان له اپریدي ترجمان سره را ننول او سملاسي یې په عربي ژبه شروع کړه .

“ مونږ د مسقط نه راغلي یو وسلې مو په کار دي.» اصلي امریکایي ټوپک یېوکوت خو پر روسۍ لنډۍ پپه شه یې پام ورغلو او ملګري ته یېوویل: «هذا جید جید» یانې دا غوره وسله ده .

دوکاندار مشال خان مونږ ته په یو ساه څلور پنځه امریکایي ټوپکې راښکته کړېیوه نیمه یې استعمال شوې وه په ځینو برخو یې د استعمالوونکو یادګارونه او نومونه لیکل شويوو.

یو دوکاندار زړور اپریدي نه مې و پوښتل تاسو دا په چا خرڅوئ، ټيټيپي والو باندې یې هم پلورئ؟

دوکاندار په خپلو غټو بریتو لاس راښکلو ویې ویل: «د امریکا له تیښتې وروسته په زرګونه میله وسله دلته راغلې، مونږ یې دا نه ګورو چې اخییستونکيیې څوک دي. ددې مارکیټ اصول دادي وسله پلوره د اخیستونکي شناخت پاڼه مهګوره.»

مارکېټ د امریکایي وسلو له کاپي شویو وسلو هم ډک و او داسې ښکاریدل چې اوس روسی کلاشنکوف د خلکو هیر شوی او امریکايي ازم یوویشتاو اېم څلور فیشن ګرځېدلی .

وسله پلورنکی خوشال خان وایي “ دلته د جوړ شوي امریکايي اېم څلور قیمت یو نیم لک او د اصلي له۴ نه تر ۵ لکو پورې دی.

پاکستان له ډیره وخته شکایت کوي چې امریکا د بلیونو ډالرو وسله په افغانستان کې پریښودله او اوس ټي ټي پي پر دغه وسله او د شپې دوربیونو په واسطه د دوی عسکر وژني.

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ هم بار بار ویلي، امریکا د بایدن په مشرۍ له افغانستانه د وتلو د ناسمو پریکړو له امله پوځي وسایط او وسله په افغانستان کې پاتې شول .

د دره ادم خیلو بازار کې د بې خرته امریکایي وسلو بازار دا پخلی کوي چې دغه سیمه کې د وسلو امبار د سیمې لپاره خطرناکه ثابتیدی شي .

خو ایا پاکستان واقعا له امریکایي وسلو خطر احساسويکه پر امریکا هسې پړه اچوي چی ستا وسلې په ما استعاملیږې او دا ستامسًولیت دی چې را سره مرسته وکړې، خو د وسلو دا مارکېټ دا هم ښیي چې پاکستان یې پرضد پخپله کوم ګام نه پورته کوي.

داسې ښکاري چې امریکا هم دا ځل په دې ګیلو مانو په اسانه دې سیمې ته سر نه راښکار کوياو نه هم د پاکستان په شکایتونو غوږ ګروي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button