نړیوال خبرونه

په استانې ناسته کې د بشر حقونو په تېره د ښځو حقونو پر تامین ټینګار وشو

د منځنۍ اسيا او اروپايي شورا د سيمه‌یيزې غونډې ګډونوالو د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکيو د حقونو پر تامين ټينګار کړى دى. 

د دې غونډې ګډونوال په اوسنيو حالاتو کې له افغانستان سره د بشري مرستو پراخول یوه اړتیا ګڼي. د منځنۍ اسیا او اروپايي شورا د سیمه ییزې غونډې يوه برخه کې راغلي: «غونډې ګډونوالو د افغانستان د وضعیت په اړه خپله ګډه اندیښنه څرګنده کړه او د افغانستان خلکو ته یې د بشري مرستو په رسولو کې د همکارۍ په پراخولو ټینګار وکړ. د غونډې ګډونوالو د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او اقليتونو بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته درناوی او د ټول ګډونه حکومت رامنځته کېدل مهم وګڼل. 

نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

د سياسي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان په اړه د سیمه ییزو غونډو جوړېدل مهم ګڼي. د سياسي چارو کارپوه صدیق منصور انصاري وايي: «د منځنۍ اسیا ملتونه او دولتونه زموږ د ګاونډیو ورونو ملتونو په توګه جدي مسوولیت لري چې د افغانستان د خلکو له بشري ناورینه د ویستنې په برخه کې همکار واوسي.

تر دې وړاندې اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې په هېواد کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي. د منځنۍ اسيا او اروپايي شوار په دې سيمه ييزه ناسته کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان ولسمشرانو او د اروپايي شورا مشر ګډون درلود.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button