افغانستان

په افغانستان کې د امریکا نظامي مانور ؛ طالبان د بیا اشغال اجازه «نه ورکوي»

د امریکایي ځواکونو د افغانستان ته د بېرته راتګ او د بګرام اډې د بیا کارونې په اړه د ګمانونو زیاتېدو سره، څارونکي وايي چې د طالبانو حکومت هېڅ ډول اجازه د دې هېواد د بیا اشغال لپاره نه ورکوي.

د ایراف د راپور له مخې، سمیع یوسفزی، په دوحه کې مېشت افغان خبریال، په دې اړه لیکلي: «ځینې کسان لا هم هیله لري چې د بګرام اډه امریکا ته وسپارل شي یا پاتې امریکایي وسلې د هغوی لاس ته ورسېږي؛ خو دا یوازې خیال‌پردازي ده.»

هغه زیاته کړې: د طالبانو د حکومت اوسني مشرتابه، په ځانګړي ډول هبت‌الله آخوندزاده، ښودلې چې د ملا محمد عمر په څېر د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتنې ته ژمن دی.

دا قاطعانه دریځ د طالبانو د حکومت ژمنتیا د هر ډول بهرني ګواښ سره د مقابلې او د هغوی د ملي‌پالنې سیاستونو باندې ټینګار څرګندوي.

یوسفزی همدارنګه یادونه کړې چې طالبان له ایډیالوژیک او سیاسي پلوه د شمالي اتحاد یا کمونیستي ډلو سره بشپړ توپیر لري او هېڅ ډول لېوالتیا د بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ یا د منابعو او امکاناتو د سپارلو لپاره نه لري.

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، د بګرام هوایي اډه او په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات د رسنیو او سیاسي محافلو د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

په وروستیو میاشتو کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله دا موضوع د امریکا د افغانستان څخه د وتلو د لویو تېروتنو په توګه مطرح کړې ده.

د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو راهیسې هڅه کړې چې د دیپلوماتیکو اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړي او په ورته وخت کې د خپلواکۍ او ملي حاکمیت ساتنه وکړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button