ټکنالوجي

په افغانستان کې د برېښنا بحران

یو این ډي پي په افغانستان کې د برښنا بحران د افغانانو لپاره یو بل ناورین بللی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره (UNDP) وايي، چې د دې هېواد د برېښنا سکتور، برېښنا ته د کم لاسرسی په ځانګړې ډول په کلیوالو سیمو کې او پر وارداتي برېښنا د تکیې په ګډون له یو شمیر سترو ننګونو سره مخ دی.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان د برېښنا له ستر بحران سره مخ دی او دا مهال په دې هېواد کې یوازې څلوېښت سلنه کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري.

پر بېلابېلو اړخو د برښنا اغېز

د یو ان ډي پي د راپور له مخې، دا ننګونه د اړینو خدماتو په وړاندې کولو، په ځانګړې توګه د روغتیا، پوهنې، بشري مرستو، پراختیا او اقتصادي رغونې په برخه کې منفي اغېز لري.

electricity1

د دې راپور په دوام کې راغلي، بله مهمه ننګونه په افغانستان کې د برېښنا د غوښتنې او عرضې تر منځ نا برابري ده.

نور ولولئ:  په راتلونکو دوو کلونو کې به بریتانیا کې پر سړکونو بې‌ډرایوره موټرو تګ ته اجازه ورکړل شي

نور ولولئ: نیسان کمپنۍ بریتانیا کې د برښنايي موټرو نوي ماډلونه وړاندې کوي

نور لولئ: ولې د افغانانو ټویوټا کرولا موټر ډېر خوښیږي؟

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کورني برېښنا توليد د اړتياوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي او له همدې امله دغه هېواد تر ډېره له منځنۍ اسيا او ايران څخه پر وارداتي برېښنا متکي دى.

د افغانستان له ۷۵ سلنې څخه زیاته بریښنا له وارداتي سرچینو څخه تامینیږي.

په افغانستان کې د برښنا ستونزه

په دې راپور کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې ویلي، چې له پرله پسې هڅو سره سره دا ستونزه نه ده حل شوې.

یو ان ډي پي وايي چې د ځينو ولايتونو په روغتونونو کې د ورځې له پنځو تر شپږو ساعتونو برېښنا پرې کېږي او ځينې ورځې په تېره بيا؛ د ژمي په موسم کې د برېښنا دغه پرې کېدل تر ١٢ ساعتونو پورې دوام کوي چې د دې ادارې په خبره د لويو جنراتورونو کارول ګران او چاپیریال ته زیان رسونکي دي.

electricity2

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر عارف جلالي وايي، د دغه روغتون برېښنا له ایران او ترکمنستان څخه د وارد شویو دوو لینونو څخه تامینیږي، خو بیا هم کله ناکله د برېښنا له پرچاوي سره مخ کېږي.

بل لورته ویل کېږي چې طالبان صنعي تولیدي فاربریکو ته د بډو اخیستو په بدل کې برښنا ورکوي او هغه فابریکې چې د طالبانو تر واک لاندې برښنا ریاست ته بډې نه ورکوي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button