تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

په افغانستان کې د بوټانو د توليد تر ۳۰۰ ډېرو فابريکو خپل فعاليت درولی

په افغانستان کې د بوټ ګنډونکو ټولنې ویلي چې په هیواد کې د وروستیو بدلونونو او اقتصادي کړکیچ له امله ډیر شمیر فابریکو خپل فعالیت درولی

په ورته وخت کې په کابل کې د بوټانو او څپلیو د یوې فابریکې خاوند فیروزخان ناصري وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د دوی د تولید کچه تر ۵۰ سلنې کمه شوې او مسلکي کارکوونکي هم ورنه تللي دي

نوموړي د سه‌ شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي چې د دوی د تولیداتو او خرڅلاو د کمېدو لامل د طالبانو د حکومت له‌ خوا د دوی نه ملاتړ او له کورنیو تولیداتو د خلکو کمه استفاده ده.

نوموړی وايي: “اوس‌ مهال زموږ په تولید کې له پنځوسو فیصدو څخه هم زیات کموالی راغلی، اصلاً تولید نه‌ لرو، بوټونه او څپلۍ ډېرې کمې تولیدوو، زموږ بازارونه ډېر خراب شوي، که وضعیت همداسې وي تر یوه بل کاله به اکثره فابریکې تولیدات ونه‌ لري.”

ښاغلي ناصري له حکومت او عامو خلکو وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د اړتیا پر مهال د بهرنیو بوټونو اوڅپلیو پر ځای کورني تولیدات وپېري.

په ورته وخت کې په پلازمېنه کابل کې د بوټانو ګنډونکو ټولنه تاییدوي چې په کابل کې د بوټانو یو شمېر لویو، متوسطو او کوچنیو فابریکو خپل فعالیت درولی دی.

نور ولولئ: افغانستان کې د غالیو تجارت زیات شوی

د دې ټولنې مشر محمد اصف جامي وايي چې د دغو فابریکو ډېری مسلکي او ان عادي کارکوونکي بهر ته تللي دي.

ښاغلی جامي وايي: “دوه کاله وړاندې په ټول افغانستان کې له ۶۳۵ څخه زیاتې د بوټانو د جوړولو فابریکې موجودې وې، له بده مرغه اوس په کابل او ولایتونو کې له ۳۰۰ څخه کمې فابریکې پاتې دي. زیاتره فابریکې تړل شوي او کارګران یې له هېواده وتلي دي.”

ښاغلي جامي زیاته کړه، شاوخوا یو کال وړاندې یې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د دغه صنعت د ښه‌ والي او پراختیا طرحه وړاندې کړې، خو د ده په وینا تر اوسه دغه وزارت دوی ته کوم ځواب نه‌ دی ورکړی.

خو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د صنعت په برخه کې د خصوصي سکتور له فعالیتونو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په هېواد کې با کیفیته توکي تولید شي

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: “موږ په ټوله کې په لوړه کچه د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو او د بوټونو جوړولو د صنعت په برخه کې له دوی څخه ملاتړ کوو. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی با کیفیته محصولات ولري چې په بازار کې د وارداتي توکو په وړاندې سیالي وکړي.”

خو نوموړي د کابل د بوټ ګنډونکو ټولنې د وړاندې شوي پلان په اړه څه ونه ويل.

په افغانستان کې د بوټانو د تولید فابریکو یو شمېر خاوندان چې ازادي راډیو سره یې خبرې کړي وايي چې د طالبانو حکومت باید د برښنا د کمښت په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزو ته پام وکړي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې د مالوماتو له‌ مخې، دا مهال د برښنا او د خامو موادو د کمښت، د سړو بازارونو او نورو ستونزو له امله د افغانستان د ټولو تولیدي فابریکو په تولید کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button